اذان انلاین AzaanOnline.com

مصري ځوان مور ژغورله،خپله هم وسوځېد

دمصر هیواد شمال سیمه طنطا ښار کې داسې یوه پیښه منځ ته راغلې، چې د والدینو سره د نیکي کولو درس یې په حقیقي معنی ورکړی.

د مصر طنطا ښار د محمد فرید سرک تر څنک پر څو منزله ودانۍ کې د روژې پر ۲۹ -د ماښام اذان څخه مخکې پر داسې حال اور لږیدلی، چې خلکو روژه ماتي ته تیاری نیولو، چې په دریم منزل کې یې یوه سپین سرې مور او ورسره یو ۲۳-کلن ځوان زوی سوځولي.
د سیمې خلکو ویلي چې اور لږېدلو لامل د بریښنا تخنیکي ستونځه وه چې پداسې حال کې اپارتمان اور واخیست چې زړه مور او ځوان زوی یې د روژه ماتي انتظار و.
ویل شوي چې ځوان کولای شو چې خپل ځان وژغوري او له کړکۍ ځان واچوي، خو اسلامي عقیدې او مور سره حقیقي مینې دا اجازه نه وه ورکړې، چې زړه مور سرو لمبو ته پریږدي او ځان وژغوري. ډیر کوښښ یې کړی و چې مور غیږ کې ونیسی او په یوه طریقه یې وژغوري، خو د دې ټولو هڅو باوجود پاتې راغی او اور لوګیو یې ساه نیولې وه او ژوند یې له لاسه ورکړ.
ځایی خلک وایی چې کله اور وژونکو اور مړ کړ او مونږ اپارتمان ته داخل شو ځوان مو په داسې حال کې مړ ولید چې مور یې غیږ کې کلکه نیولې وه او بدن یې سرو لمبو سیځلی و.

دا هم ولولئ