اذان انلاین AzaanOnline.com

اختریز چکرونه د ډېرو ځوانانو ژوند اخلي

په افغانستان او پاکستان کې د چکر وهونکو ځوانانو مرګ، ژوبله د رسنیو سرخط ګرځېدلی، د اختر په چوټیو کې ډېری ځوانان د تفریح په پار په چکر وځي، چې د چکر په دوران د مرګ، ژوبلې ښکار شي، رسنیو ته په کتو ډېری ځوانان خپل ژوند د موټرسایکل په ټکر او اوبو وړنې له لاسه ورکوي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې تېره ورځ څو ځوانان د آب بازۍ په دوران کې اوبو وړي او ورسره جوخت د پاکستان لاهور ښار د موټرسایکلونو د ټکر له وجې د څلورو ځوانانو د مرګ خبر ورکول شوې، اکثره ځوانان د چکر په مهال د جوش ښکارشي، چې ورته پېښې زېږوي.

دا هم ولولئ