اذان انلاین AzaanOnline.com

د یوټیوب اداره په خپله پاڼه تعصب اچونکي او ګستاخې ويډیوګانې بندوي

د پاکستان خبري رسنۍ “اب تک” په وینا د یوټیوب ادارې پرېکړه کړې، چې په اینده کې به د یوټیوب په پاڼه تعصب اچونکي او ګستاخې ویډیوګانې نه خپروي.
خبر وایي: چې د یوټیوب ادارې همداراز پرېکړه کړې، چې د هغو خلکو په مخ د یوټیوب پاڼه بندوي، چې هڅه کوي په یوټیوب کې ورته ويډیوګانې خپرې کړي، خو یاده دې وي، چې د یوټیوب ادارې ورته پرېکړې مکررې کړي او د تعصب په نوم یې یواځې د طالبانو او القاعدې او نورو اسلامي تنظیونو دعوتي ويډیوګانې بندې کړي او باقي هر ډول ګستاخې او تعصب اچونکي ويډیوګانې د یوټیوب په صحفه خپرېږي.

دا هم ولولئ