اذان انلاین AzaanOnline.com

اختر په صله رحمۍ او یتیم پالنې ونمانځئ

د روژې میاشت اجرونه په یتیم پالنې او صله رحمۍ برقرار وساتئ.
دالله تعالی لوی احسان دی چې مونږ ته یې د رمضان د میاشت روژې نیولو توفیق راکړ، دا چې د رمضان میاشت په ختمیدو شوه او اختر را رسیدونکی دی نو پدې لحاظ مونږ باید اختر د ستر لارښود حضرت محمد 《صلی الله علیه وسلم》په طریقه ونمانځو .
لومړی دا چې پدې شپو ورځو کې هر سړی پدې هڅه کې وي چې خپلو بچو او اهل عیال ته د اختر په مناسبت نوې جامه او پیزار دبچي د خوشحالۍ لپاره را ونیسي، نو پدې لحاظ باید په خپل چم ګاونډ کې هر یتیم بچی په نظر کې ونیول شي او هر نوعه مرسته او خوشحالي ورسره شریکه شي. پیغمبر 《ص 》فرمایلي: زه او یتیم پالونکی شخص به په جنت کې سره یو ځای یو. الحدیث

دوهم دا چې صله رحمي وپالل شي.
صله رحمې څه ته وايي؟
صله رحمې نیکې کول خپلو خپلوانو سره تر خپلې وسې پورې او دفعه کول د هر قسم شر او ضرر ورڅخه صله رحمي بلل کیږي.
حدیث کې راځي چې رسول (ص) ته یو شخص راغلو او پښتنه یې ورڅخه د داسې یو عمل وکړه چې له جهنم څخه یې وژغوري او جنت ته یې داخل کړي، پیغمبر (ص )ورته وویل د الله عبادت کوه، شرک مکوه،زکات ورکوه او صله رحمې پاله.
همدارنګه بل حدیث کې راغلي چې جنت ته به صله رحمې پریکوونکی نه داخلیږي.
بخاري شریف کې راغلي کله چې د وحې ابتداء وه او په لومړيو کې په نبي علیه السلام وحې راتله نو د وحې راتلو سره به په نبي》 علیه السلام 《ډار،یخني، خوله، او لړزه راتله چې خدیجې《 رضي الله عنها 》ته به یې ویل چې ما په یوه شړي کې ونغاړه او ما پټ کړه، خدیجې رض الله عنها به ډاډ ورکاوه او ورته به یې ویل:چې هیڅ وخت به تا الله نه خرابوي ځکه چې ته صله رحمي پالونکی یې.
دا چې الله مونږ ته یوه موقع برابره کړې ده چې ټول خفګانونه دالله د رضا په خاطر شاته وغورځوو او ټولو مرورو خپلوانو سره پخلاینه وکو هغه د اختر شپې ورځې دي کوښښ وکړئ چې پدې مبارکو شپو ورځو کې مسکا د یتیمانو او خپلوانو په شونډو راولئ ترڅو راڅخه الله راضي شي.

دا هم ولولئ