اذان انلاین AzaanOnline.com

د تسبيح لمونځ !

احمد جنید مبارز
ګرانولوستونکو! د تسبيح لمونځ مستحب دی، د فضيلت په ترڅ کې ويلی شو، چې دغه لمونځ د بشريت ستر لارښود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حضرت عباس رضی الله تعالی عنه ته ورښوولی دی.
د بشريت ستر لارښود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس ته وايي، چې: د تسبيح لمونځ په اداء کولو سره الله تعالی د انسان ټول لومړني، وروستني، نوي او زاړه، په قصد او خطا سره، وړه او لوى، پټ او ښکاره ګناهونه بښي.[رواه الترمذي عن ابي رافع/مشکاة المصابيح۱/ ۱۱۷].

د تسبيح لمانځه طريقه:
ګرانولوستونکو! د تسبيح لمونځ څلور رکعته دی، چې په يوه سلام سره يې اداء کول غوره دي، په څلورو واړو رکعتونو کې (۳۰۰)درې سوه ځلې دغه تسبيح ( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر)، چې په يو رکعت کې (۷۵)پنځه اويا ځلې کېږي ويل کېږي.
لومړی به د څلورو رکعتو د تسبيح لمانځه نيت وکړئ، ورپسې به تکبير تحريمه(الله اکبر) ووايئ، لاسونه به د نامه لاندې ښۍ لاس پرچپ کېږدئ.له دې وروسته به ( سبحانک اللهم تر غيرک ) پورې ولولئ، له دې وروسته به دغه تسبيح ( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر) پنځلس(۱۵) ځلې ولولئ، له دې وروسته به اعوذ بالله(تعوذ) اوبسم الله(تسميه )، د فاتحي سورة، او يو بل سورت ولولئ، د فاتحي سورت له لوستنې وروسته په اول رکعت کې د (التکاثر)سورت، په دويم رکعت کې د (العصر)سورت، په درېيم رکعت کې د (الکافرون)سورت، او په څلورم رکعت کې د اخلاص سورت لوستل غوره دي. له قراءت لوستنې وروسته به بيا دغه تسبيح ( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر) لس(۱۰) ځلې ولولئ، بيا به رکوع ته لاړ شئ په رکوع کې به هم له (سبحان ربي العظيم )لوستنې وروسته همدغه تسبيح ( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر) لس (۱۰) ځلې ولولئ، له دې وروسته به قومې ته لاړ شئ له (سمع الله لمن حمده، ربنا لک الحمد) ويلو وروسته به بيا ( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر) لس(۱۰) ځلې ولولئ، له دې وروسته به سجدې ته لاړ شئ په سجده کې له (سبحان ربي الاعلی )له ويلو وروسته به بيا( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر) لس(۱۰) ځلې ولولئ، له لومړی سجدې وروسته به راکېنئ او بيابه يې ( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر) لس(۱۰) ځلې ولولئ، او بيا به دويمې سجدې ته لاړ شئ له (سبحان ربي الاعلی)ويلو وروسته به بيا( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر)لس(۱۰) ځلې ولولئ او دويم رکعت ته به پورته شئ. هغه مهال، چې دويم رکعت ته پورته شئ؛ نو ترټولو لومړی به ( سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ أَکْبَر) پنځلس ځلې ولولئ، يعنې له (الحمد )پيل کولو وړاندې به يې ولولئ، نور به د لومړني رکعت په څېر دويم درېيم اوڅلورم رکعتونه بشپړکړئ.

نوټ: د تسبيح لمانځه د اداء کولو نن بيخي ښه موقع ده، ځکه چې د رمضان المبارک اخرنی لسو شپو کې د ٢٧ شپه ده نو ډېر احتمال د ليلة القدر هم شته
همدا اوس نيت وکړﺉ، د مرګ هېڅ پته نه لګي بيا الله ﷻ خبر دی چې دا وخت به ژوندي وو که د خاورو لاندې

دا هم ولولئ