اذان انلاین AzaanOnline.com

طالبان د ښځو حقونه مني که نه؟ د مسکو غونډې ښځينه ګډونوالو څه وويل؟

د روسيې او افغانستان د سل کلنو روابطو د لمانځنې غونډې ته د طالبانو، کابل سياسيونو سربېره دوه تنه ښځې فوزيه کوفي او تاجور کاکړ ورغلې وې. دوی هم د لومړۍ ورځې عامې غونډې او ږرپسې ورځو بين الافغاني غونډو رسمي ګډونوالې وې. امريکا غږ اشنا تلوېزيون د غونډې يوې ګډونوالې تاجور کاکړ سره د طالبانو د رويې، فکر او استقلال په اړه مرکه کړې.
ښایسته سعادت لامع له تاجور کاکړ پوښتي، چې خواله رسنيو کې تکرارېدله، چې طالبان مستقل نه وو او هره خبره کې يې له يو چا هدايات اخيستل، تاسو څه وليدل، طالبان رښتيا هم داسې ول؟
تاجور کاکړ وويل، چې څوک مستقل نه وي، دا ډول غونډو کې کې ګډون نه شي کولی. موږ داسې څه ونه ليدل، چې د طالبانو پر استقلال مو شکي کړي. که دوی دا وايي، چې خپل منځ او خپلو مشرانو سره ولې مشوره کوي، نو دا خو د عدم استقلال نښه نه ده.
لامع پوښتنه وکړه، چې تاسو سره د طالبانو رويه څنګه وه؟ تاجور کاکړ وويل، ډېره ښه رويه، څنګه رويه يې چې سړيو سره کوله، هغسې سلام او احترام يې زموږ هم وکړ.
د تاجور د درېيمې پوښتنې ځواب د لامع لاړې وچې کړې. لامع پوښتنه وکړه، چې افغانستان کې ښځې د خپلو حقونو په اړه اندېښمنې دي، په دې اړه مو ورسره څه وويل که نه؟
تاجور وويل: يو د غرب ښځې دي او حقوق يې دي، نو طالبان هغه نه مني. يو د افغانستان مسلمانې ښځې دي، د هغوی حقونه قرآن او اسلام ويلي او طالبان د هغو حقونو ښه مراعات کوي.
لامع مجبوراً تاجور ته وويل، چې تاسو ډېر اطميناني برېښېږئ، هيله ده، د سولې لور ته ګامونه چټک شي.
په خواله رسنيو کې د دې مرکې په اړه ډول ډول غبرګونونه ښوول شوي، چې ډېری يې د تاجور کاکړ د غربي او افغاني ښځو پر تقسيم څرخي.
دوی وايي، تاجور ډېر ښه ځواب ورکړ، چې د حقونو او غربي فکر تر منځ فرق دی. نړۍ د ښځو حق نه غواړي، بلکې د ښځو په اړه غربي فکر عملي کول غواړي، چې طالبان يې نه مني.

دا هم ولولئ