اذان انلاین AzaanOnline.com

د روژې خاطره / معلم خيال ولي

د روژې مياشت به رابره کېدو کې وه. موږ به د بهر روژه ماتي ته د چوترې ځای غوره کاوه. داسې به غوره شو، چې کور او لارې ته برابر نږدې وي. لومړی خيال دا و، چې لاروي به راسره روژه ماتوي، دا چې واړه وو، ماښام به و، له کوره به لرې کېدی هم نه شوو.
کورونو کې به د روژې له پاره د خرماو، اچارو او چکنيو تياري روانه وه. د پيکوړو وړه، د کتغ مسالې او ورته ضرورتونه به کورونو ته راوړل کېدل.
روژه کې به له ماښام مخکې موږ لومړی موظف وو، چې مسجد ته روژه ماتي يوسو. موږ به بيا له موږ واړه موظف کړي ول، چې چوترې ته درۍ، اوبه او روژه ماتی وباسي.
مسجد ته به لاړو. سپين ږيري به صفونو کې د غوړېدلي دسترخوان چاپېره ناست و. چا به الله جل جلاله يادو، چا دعاء کوله او ځينو سپين ږيرو به د روژه ماتي دسترخوان پر سر کيسې روانې کړې وې. ځوانان به ولاړ ول، له وړو به يې پتنوس، دسترخوان او جک وګیلاس واخيستل، بر دسترخوان به يې مناسبو ځايونو کې ايښوول.
کله به کوم سپين ورغږ کړل:
محمدګله، دا سلاته دلته راوړه. بل ورنارې کړې، دا ډوډۍ ميين اکا ته کېده. کوم يو به د دسترخوان بر او کوز ته وکتل:
خرماوې نه شته؟
ته راوړه کنه، ثواب لري.
اذان ته نږدې به دعاوې شروع شوې:
خدايه توبه!
شکر په تا، شکر په اسلام، شکر په قرآن شريف. خدايه ما وبښې، مور وپلار مې وبښې. خدايه کوپر وشرميې، اسلام ته بری ورکړې. خدايه روژې م په خپل دربار کې قبولې کړې…
موږ به چې خپلې چوترې ته په بيړه وو، لکه د غټانو به مو له اذان مخکې خوراک نه کاوه. ټوله ورځ به مو خوراک او څښاک کړی و، خو د روژه ماتي وخت کې به د اذان ادب ته کتل.
کله به کوم لاروی اذان ته نږدې زموږ چوترې سره تېرېد، ورغږ به مو کړل:
ماما روژه ماتی واخله..هغه به يا موږ سره د يوې دوه مړيو روژه ماتي ته د اذان انتظار وکړ يا به يې کومه کپله مړۍ ځان سره واخيسته..لوی شئ..روان به شو.
اوس چې خالي جوماتونه او خالي لارې ووينم، د هجرت هغه چاپېريال او مينه ناک روژه ماتي مې تر سترګو شي. څه وخت مې فکر واخلي، خو د دعاء تلوسه مې د وړکتوب ياد ته نه پرېږدي، لاسونه پورته کړم، چې:
خدايه يوه سوله خو راولې!

دا هم ولولئ