اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • سلايډ
  • 40فتوا: : ما ۷ روژې خوړلي، نورې مې نيولي، غواړم فديه کې پر مسکينانو ډوډۍ وخورم، خو وړه ډېر قيمته دي، که روپۍ ورکړم، سهی کيږي؟

40فتوا: : ما ۷ روژې خوړلي، نورې مې نيولي، غواړم فديه کې پر مسکينانو ډوډۍ وخورم، خو وړه ډېر قيمته دي، که روپۍ ورکړم، سهی کيږي؟

استفتاء:
ما ۷ روژې خوړلي، نورې مې نيولي، غواړم فديه کې پر مسکينانو ډوډۍ وخورم، خو وړه ډېر قيمته دي، که روپۍ ورکړم، سهی کيږي؟
شېرمحمد قريشي

فتوی: مفتي محمد فريد رحمه الله
ته بريښي نه شيخ فاني يې او نه له رغېدو نهيلی، ستا فديه بې قاعدې خبره ده، چې ښه شوې، قضاء روژې ونيسه او سمدستي دې وصيت کې دا خبره وليکه.
قال العلامة ابن عابدين الشامي:
وقوله وللشيخ الفاني العاجز عن الصوم الفطر ويفدي وجوبا.
لأن عذره ليس بعرضة للزوال حتى يصير إلى القضاء فوجبت الفدية. ثم عبارة الكنز “وهو يفدي” إشارة إلى أنه ليس على غيره الفداء، لأن نحو المرض والسفر في عرضة الزوال فيجب القضاء ، وعند العجز بالموت تجب الوصية بالفدية.
رد المحتار هامش الدر المختار ٢ جلد ، ١٣٠ مخ ، فصل في العوارض

دا هم ولولئ