اذان انلاین AzaanOnline.com

ښځې او دفتر، ارګ هم خوندي نه دی

د اسلامي نظريې طرفدار ذهنيت د ښځو د بهرني کار مخالف دی. د دې ذهنيت لرونکي وايي، ښځه بايد کور اداره کړي، ماشومان تربيه کړي او د کور د امانتونو رعايت او حفاظت وکړي. د ښځې کور، نفقه او جوړه جامه پر مېړه دي.
د غربي نظريې طرفداران وايي، ښځې بهر ته د وتلو حق لري او د کار کولو له پاره هر ځای ته تلی شي. د دې نظريې نقد کې د اسلامي ذهنيت طرفداران وايي، چې ښځه يوازې په کور کې خوندي ده، له کوره بهر هر ځای کې ورته ستونزه پېښېدی شي. له کومه وخته، چې د ښځو بهرني کارونه پيل شوي، د جنسي تعرض خبرې ورسره هممهاله پيل شوي. داسې اداره او دفتر نه شته، چې د ښځو شکايت ورڅخه راونه وځي.
د ملګرو ملتونو دفترونه، ان د بشر حقونو اداره او ان د کليسا چاپېريال، چې د نفسي خواهشاتو د وژلو ځای دی، هم ښځې ځوروي او د سړيو د هوسونو ښکار کيږي.
د ښځو د کار خبره اصلا له مادي فلسفې زېږېدلې، چې وروسته يې د کورنۍ د نړولو له پاره فيمينزم اختراع کړ.
د ښځو د جنسي کاروبار وروستۍ بېلګه د ارګ وروستني راپورونه دي، چې د جنرال حبيب الله احمدزي او مريم وردګ په نوم کسانو د ارګ دوو کار کوونکو په واز کومي د ارګ د جنسي کاروبار او فحشاء د ترويج شاهدي وويله.
جنرال حبيب الله وويل:
ارګ کې فحشاء ته سيستماتيک کار کيږي. هغه وويل، چې د ديمکراسۍ په نوم ښځې په جنسي استحصال ښځې پر دندو ګمارل کيږي.
هغه وويل:
موږ له ډېره وخته ديمکراسي پېژنو، دوی د ديمکراسۍ په نوم غواړي ښځې فحش ته وهڅوي. د افغانستان خلک درانه او عزتمن دي، دا ډول بې دينۍ او سپين سترګۍ نه شي منلی.
د جنرال حبيب الله د راز افشاء نړۍوال انعکاس اخيستی او ارګ مېشتي يې شرم ته تړلي. ارګ که څه هم د جنرال حبيب الله او مريم ورګ تورونه ردوي، مګر عام ذهنيت د ارګ ظاهري روش ته په کتو دا خبره مني، چې د ارګ حيثيت ته يې ستر زيان اړولی.

دا هم ولولئ