اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • چار چاپېر
  • د داکتر غني د خاص امنيت سلاکار: په ارګ کې فحشاء ته سېستماتيک کار روان دی

د داکتر غني د خاص امنيت سلاکار: په ارګ کې فحشاء ته سېستماتيک کار روان دی

جنرال حبيب الله احمدزی په خاص امنيت کې د داکتر غني ستر سلاکار و، چې د ارګ د ځينو ناخوالو له امله يې استعفاء ورکړې. جنرال احمدزي له شاپور بختيار سره په مرکه کې وويل، چې داکتر غني، مېرمن يې رولا او د ارګ خياطان د افغانستان د بربادۍ له پاره کار کوي. هغه وويل، داکتر غني ته چې له غرب څخه راغلي شخص بوټونه د افغانستان له کدري شخصيوتونو غوره دي. داکتر غني او مېرمن يې د غرب فاحشې د ازاد رقابت په نوم په وزارتونو، پارلمان او لوړو پوستونو کې په شخصي مداخله مقرروي.
جنرال احمدزي زياته کړه، د داکتر غني مېرمن رولا د افغانستان سرمايه له چاپېره فاحشې کړۍ ځاروي او د افغانستان خلک وږي تږي ګرځي.
د داکتر غني سلاکار وويل، داکتر غني او مېرمن يې نه له افغانيته خبر دي، نه افغانستان پېژني، نه يې له دود او کلتور سره اشنايي لري، نه ورته افغان او افغانستان اهميت لري، ځکه يې پر افغانانو دغه لوبې روانې کړي.
سلاکار وايي، جذبې اخيستي ځوانان به يو وخت دغسې پښېمان وي لکه زه، خو وخت به تېر وي. جنرال حبيب الله احمدزي له افغانانو بښنه وغوښته، چې له داکتر غني سره يې کار کړی او غږ يې وکړ، که داکتر غني بيا ارګ ته ننوت، د هرې بربادۍ مسووليت به خپله د رايه ورکوونکو پر غاړه وي.
جنرال حبيب الله د پارلماني انتخاباتو ډرامه هم افشاء کړه، چې د داکتر غني په “ص” او “×” کامياب او ناکام شوي. د خلکو رايه د يوې جو دانې هومره ورته مهم نه بريښي.
جنرال احمدزي بيا بيا د ارګ د فحشا سيستم ياداوه، بيا بيا يې د خپلې استعفاء په لاملونو کې دا يادوله، چې ګوندې ارګ په افغانستان کې د فحشاء او بې حيايۍ ترويج ته کار کوي. جنرال احمدزی وايي، ما چې د فحشاء د خپراوي په اړه غبرګون وښود، د داکتر غني مېرمن وويل، جنرال حبيب الله د مېرمنو مخالف دی. جنرال حبيب الله وويل، د مېرمنو مخالف څه معنا؟ خو ديمکراسي فحشا ته وايي او ديمکرات فاحشو ته، نو څوک چې د فحشاء مخالف دی، د دممکراسۍ مخالف دی او څوک چې د فاحشو مخالف دی، د مېرمنو مخالف دی.
شنونکي وايي، دا د پټي سر دی، کله چې د دې لړۍ يوه يوه کړۍ دغسې راوځي، د غرب د ديمکراسۍ سېريال به تکميليږي، خو وخت به تېر وي. د شنونکو پر اند د ديمکراسۍ سېريال به هله لا مکمل شي، چې بهرني دېپلوماتان، جاسوسان، بهرني جنرالان، پوځيان، سلاکاران او وارد شوي مامورين خپل يادښتونه وليکي او تاريخوار جنايتونه افشاء شي.

دا هم ولولئ