اذان انلاین AzaanOnline.com

اسلام اباد: باجوړۍ ماشومه په ځوروونکې بڼه وژل شوې

رسنۍ
د فرشتې په نوم لس کلنه ماشومه چې د باجوړ اوسېدونکې او د غلام نبي په نوم يوه پښتون لور ده، چې د روانې می مياشتې په ۱۵ نېټه له کوره نا درکه شوه. د فرشتې پلار غلام نبي هره ورځ د پوليسو نږدې مرکز لاړ، چې د لور د نادرکۍ په اړه عريضه ثبت کړي، خو پوليسو د غلام نبي عرض وانه خيست.
بالاخره په ۱۸ نېټه يې د ګاونډ په مرسته مرکز کې عريض ثبت شوه او په ۱۹ نېټه يې مړ جسد د عمران خان له کوره د ۱۵ دقيقو کې په فاصله کې پيدا شو. جسد يې ټپي ټپي او بد حالت کې وه او د پلار په وينا چې د لور جسد يې چينجي هم کړي وو.
د غلام نبي د کور شاوخوا ګاونډيان او خپلوان راټول شوي، چې د پوليسو تر عزل او د مجرم تر نيول کېدو به جسد خاورو ته نه سپاري. راټول شوو خلکو پر يوه غږ حکومت پړ ګاڼه او د فرشتې پلار وویل، چې لور يې کوم مجرم نه، حکومت وژلې.
شنونکي وايي، دا ډول پېښې د پاکستانۍ ټولنې معمول ګرځېدلی، په تېر يو کال کې دا درېيمه پېښه ده، چې رسنيو ته يې غږ راوځي.
لومړی د لاهور اته کلنه زينب، ورپسې د مردان اووه کلنه ماشومه او دا دی لس کلنه فرشته يې درېيمه پېښه شوه.
شنونکي وايي، چې پاکستانۍ ټولنه پر کوم لوري درومي. دا ډول وژنې د هند وپاکستان معمول دی او د مخنيوي لړ کې يې د بنسټيزو ګامونو اړتيا ده.

دا هم ولولئ