اذان انلاین AzaanOnline.com

سعودي: د فېسبوکي مشاهيرو مخلوطه ناسته شوې

الجزيرة
سعودي د خپلو مدرني پرمختګونو(!) لړۍ کې د خواله رسنيو – فېسبوک، ټويټر – د ځوانو مشاهيرو ګډه – ځوانانو او پېغلو – ناسته کړې. د دې ناستې موخه د ځوانو فعالانو هڅونه وه، چې د سعودي او اسلامي نړۍ اړوند ځينو فعالانو پرې تنقيد کړی. په خواله رسنيو کې د دې ناستې ويډيوګانې ليدل کيږي، چې دواړه خواوې بې باکه او بې پروا حرکات کوي.
انتقاد کوونکي وايي، سعودي ټولنه جعلي مشاهيرو ته اړتيا نه لري، د سعودي زنداني مشاهير ازاد کړئ، چې انسانيت ته يې خير ورسيږي.
ځينو ويلي، چې سعودۍ ټولنه دومره پرېوتې نه ده، چې د رمضان بې حرمته کوونکي يې استازولي وکړي.
د ځينو پر اند دا ډول مراسم د سعودۍ ټولنې د ځوان قشر تقسيم دی او د هغه قشر هڅونه ده، چې د نظام له مقاصدو بې خبره د ژوند شکلي مسايلو بوخت کړي.
نړۍ تل په اسلامي هېوادونو کې دا لوبه کوي. د ژوند بنسټيزې اړتياوې، اصول، تاريخ او د خپل ثقافت ترجماني درڅخه په رنګينو مظاهرو، پړسول شوو شخصيتونو او بې مقصده مصروفيتونو هېروي.
د سعودي ځوانان د دې پر ځای، چې په اسلامي نړۍ کې د خپل هېواد رمزي حيثيت ته وګوري، د غرب ايينه کې يې راتلونکی ترسيموي، چې يوازې به له خپلو ارزښتونو سره په فاصله کې پاتې شي او بس.
دغه ځوانان د علم او کلتور د اوسنيو ممثلينو له زندانونو بې پروا د خواله رسنيو پر کاذب حيثيت ځان او خپله ټولنه تېرباسي، چې پايله يې يوازې د وخت ضياع ده.

دا هم ولولئ