اذان انلاین AzaanOnline.com

سعودي د سلمان عوده په ګډون درې علماء اعداموي

مډل ايسټ آی – الجزيرة
الجزيرې خبر خبور کړی، چې برتانوۍ ورځپاڼې مډل ايسټ ته دوو سعودي چارواکو ويلي، چې سعودي د درېوو سترو علماو د اعدام تياری کوي. دوی ويلي، چې اعدامېدونکي علماء، سلمان عوده، عوض قرني او علي عمر دي، چې د ترهګرۍ تور پرې لګېدلی.
که څه هم سعودي څارنوالۍ د دوی اعدام ډېر مخکې غوښتی و، خو د نامعلوم لامل پر بنسټ د دوی محکمه او اعدام وځنډېد. دا درېواړه علماء د ۲۰۱۷ ستمبر مياشت کې نيول شوي ول.
د سلمان عوده په اړه وژل شوي سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي ويلي وو، چې سعودي چارواکي دا سړی نه پرېږدي، خامخا يې وژني او لامل يې ترهګري نه، بلکې اعتدال دی، چې سعودي ترې وېره لري.
جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ اکتوبر کې په ترکيه کې د سعودي کونسلګرۍ کې ووژل شو، په چړو ميده کړل شو او په تېزابو اوبه کړل شو.
د منځني ختيځ د بشر حقونو اداره وايي، سعودي به له دې هم وړاندې لاړ شي، ځکه چې ټرمپ ورته ويلي:
ولس کې دې خپله خوښه وچلوه، موږ دې په هر صورت حمايت کوو.

دا هم ولولئ