اذان انلاین AzaanOnline.com

۱۷ رمضان: نن د “بدر” تاريخي غزا ۱۴۳۹ مه کليزه ده

اذان
۱۴۳۹ کاله مخکې په همدې ورځ د د اسلام په تاريخ کې د حق وباطل لومړنی مسلحانه ټکر پېښ شوی. د هجرت په دوهم کال د اسلام پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د ۳۱۳ صحابه کرامو به ګډون، په نشت امکاناتو د قريشو اقتصادي قافلې پسې ووتل، چې د ابو جهل د غرور له امله زرکسيز شرکي لښکر بدر ځای ته ورسېد او د اسلام د ننګ قوت يې وننګاوه.
پر دې ورځ صحابه کرام د سترې قربانۍ نمونې وبرېښېدې، چې تر اوسه يې څوک بېلګې نه شي ښوولی.
مشرکانو سخته ماتې وخوړه، ۷۰ تنه يې ووژل شول، لسګونه يې ونيول شول او بلا غنيمتونه ترې پاتې شول.
پر دې ورځ د شرک غرور ابو جهل ونړېد. د دوو وړو ماشومانو له لاسه يې مرګونې ضربه وخوړه او په مرګ محکوم شو. پر دې ورځ عتبه او شيبه او اميه بن خلف هم د اسلام د تېرو تورو ښکار شول.
موږ چې نن د بدر د غزا ورځ يادوو، تر بلې هرې ورځې ډېر د بدر د مجاهدينو ايمان ته اړ يو..دغه ايمان به موږ د پرديو له زور، جبر او غلامۍ ژغوري..دغه ايمان به موږ د استقلال او خپلواکۍ پر څلي دروي. درځئ مسلمانانو، چې ايمانونه تازه کړو او د نړۍ د استکبار د مخنيوي جوګه شو.

دا هم ولولئ