اذان انلاین AzaanOnline.com

دين او سياست…مودي د واک ګټلو له پاره عبادت کوي

بي بي سي
د نن ورځې سياستونو کې د دين او سياست د بېلتون خبره مود ګڼل کيږي. په ځانګړي ډول هغو اسلامي هېوادونو کې چې تازه تازه پر ديموکراسۍ ورګډ شوي. هند د نړۍ له هغو سترو هېوادونو ګڼل کيږي، چې پر سېکولرزم ولاړ دی. دين او سياست جلا ګڼي او سره له دې چې ديني توپير په کې په پراخه پيمانه دی، خو هنديان فخر کوي، چې د سېکولرزم له امله هند کې زرګونه دينونه سره ګډ ژوند کوي. دوی وايي، لامل يې دا دی، چې دین او سياست سره جلا دي، نو که د هر دين منونکی واکمدار شي، بې توپيره چلن کوي او ټولنه سوکاله ژوند کوي.
د دوی د دعوې بالعکس له اقليتونو سره خورا په توپير چلن کيږي. تر ټولو کم توپير د سېکانو ليدل کيږي، چې ژوند يې په هند کې له ناخوالو ډک دی. تر ټولو ډېر توپير د په اړه کيږي، چې له نورو محروميتونو سره سره د مرګ او درد بلا دسيسو سره مخ دي. دا توپير ولې دی؟ ځکه چې هندي واکمنان يا پر بل عبارت سېکولر واکمنان د دين پر بنسټ چلن کوي. دين يې د نورو اديانو په اړه احکام نه لري، نو د ذات پر فيصلو چليږي، چې پايله يې نادودې او ناخوالې شي.
د بېلګې په ډول د هند اوسنی سدر اعظم نرېندر مودي د ټاکنيز کمپاين په لړ کې د هندوانو سپېڅلي غر ته تلی او د کمپاين د ګټلو له پاره عبادت کوي.
مودي اترکنډ ايالت ته تلی او هلته يې په يو غار کې چېله شوی. د هندي قانون له مخې له رايې اچونې ۴۸ ساعته مخکې کمپاينونه بنديږي او څوک کمپاين نه شي کولی، خو مودي د دې له پاره، چې د هندوانو پام ورواړوي او تر اخرې شېبې يې کمپاين کړی وي، د عبادت اجازه يې اخيستې او د هماليې د غرنۍ لړۍ يو غار ته ورغلی.
شنونکي وايي، چې د دين او سياست بېلتون دروغ دی او د ستر سېکولر هېواد مشرانو حالت او چلن يې دليل دی. دوی وايي دا نظريه يوازې د مسلمانانو د ديني ځپنې له پاره کاريږي او بس.

دا هم ولولئ