اذان انلاین AzaanOnline.com

فرانسې د حجاب پر ضد بل ګام واخيست

رسنۍ
فرانسې حکومت د مشرانو جرګې ته هغه مسوده استولې، چې په کې د مسلمانو مېرمنو حجاب ته لا ډېر بنديزونه تجويز شوي او له بده مرغه چې مشرانو جرګې مسوده په اکثريت منلې.
مسوده وايي، کومې ميندې، چې په علمي سَيرونو کې له خپلو ماشومانو سره وځي، د دوی حجاب دې هم د عامه ځايونو په څېر شي. په مسوده کې د دې وړانديز دليل د سېکولرزم عملي کول ښوول شوی. مسوده وايي، چې ټول هغه خنډونه بايد لرې شي، چې د سېکولرزم مخه نيسي. مشرانو جرګې د ۱۰۰ رايو په مقابل کې د ۱۸۹ رايو په تاييد، مسوده منلې.
شنونکي وايي، چې له دې برېښي، چې اصلا د سېکولرزم مفهوم لا هم واضح نه دی يا اتفاقي نه دی، که نه د سېکولرزم په دليل بايد د دې مسودې مخه نيول شوې وی. د سېکولرزم د دعوې پر بنسټ دا اجبار د منلو نه دی، خو بالعکس د دې اجبار له پاره د سېکولرزم دليل ويل کيږي.
شنونکي وايي، اصلا وضعي نظريې په وجود او تفسير دواړو کې د رجحاناتو تابع دي. هر څوک کولی شي، د خپل تمايل پر بنسټ نظريه تفسير او عملي کړي. همدا لامل دی، چې په اسلامي نظرياتو کې د انسان حق سلب دی. البته د تطبيق په اړه د ځانګړو شرطونو او ظروفو مراعات ممکن دی.

دا هم ولولئ