اذان انلاین AzaanOnline.com

سرېلانکا: يو مسلمان شهيد او مسجدونه سوځول شوي

الجزيرة
د فضل الامين په نوم يو مسلمان نجار په خپل دکان کې پر کار بوخت و، چې تورې په لاس عيسايان او بودايان يې سر ته ودرېدل او په بې رحمۍ يې شهيد کړ. همدا ډول د سرېلانکا شمال لويديځ چيلا ښار کې لښکر لښکر عيسايانو د ګڼ مسجدونه او د مسلمانانو دکانونه سوځولي. تېر اپرېل کې د سرېلانکا پر کليساو بمي بريدونه وشول، چې د سرېلانکا د مسلمانانو په شمول ټول ولس وغندل.
سره له دې چې مسلمانانو سخته خواخوږي وښوده، خو غرب او غربي رسنيو سخت شيطانت وکړ او سرېلانکايان يې پر مسلمانانو وروشکارل. د سرېلانکا حکومت د سترو نړۍوالو استخباراتو په ملتيا د پېښې څېړنې لا روانې دي، چې عيسايانو مسلمانان ګرم کړل او مسجدونه او دکانونه يې ورته وسېځل.
د سرېلانکا حکومت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې له زغمه کار واخلئ، تحقيقات روان دي، که تاسو دغسې خپلسري کوئ، زموږ څېړنې هم زيانمنې کيږي.
د سرېلانکا د مسلمانانو د ټولنې مشر غږ کړی، چې مسلمانان دې له عکس العمله ځان وساتي، کوښښ دې وکړي، چې د دوی خوا فضاء بې امنه نه شي.
د تېرو بمي بريدونو راهيسې دا دوهمه ورځ ده، چې عام عيسايان او بودايان د مسلمانانو پر ضد لاس په کار دي. د دوی عکس العمل کې تر اوسه يو مسلمان شهيد کړای شوی، چې د قتل په تور يې ۱۳ تنه نيول شوي.

دا هم ولولئ