اذان انلاین AzaanOnline.com

چارواکو سِک افغان د مسلمانانو هديره کې دفن کړی

رسنۍ
ارجيت سنګ کابل مېشتی سِک و، چې دوه نيمې مياشتې مخکې اختطافګرو تښتولی و او څه موده وروسته يې مړی د ۷ حوزې اړوند سيمه کې وموندل شو.
عدلي طب له معاينې وروسته ارجيت سنګ د مسلمانانو هديره کې دفن کړی. څو شپې مخکې د ارجيت سنګ کورنۍ توانېدلې، چې معلومه کړي، دغه لاوارثه مړی ارجيت سنګ دی. کورنۍ يې جسد د مسلمانانو له هديرې بېرته راوکيښ او د خپل دود موافق يې وسوځاوه.
دې بې غورۍ ته ورته پېښه کې په هرات کې يو تن د خپلې ښځې د قتل په تور په پينځلس کاله بند محکوم کړ. د بند څه مودې تېرولو وروسته يې د مېرمن درک ولګېد او سړی بې ګناه وخوت.

دا هم ولولئ