اذان انلاین AzaanOnline.com

د سعودي د ترهګرۍ لېست کې د شهيدانو نومونه هم شته

الجزيرة
د سعودي “مکة” ورځپاڼې تېره ورځ ۱۰/ ۵/ ۲۰۱۹ د امنيت هغه لېست خبر خپور کړی و، چې په نوي اعلان کې ترهګر ښوول شوي. شيخ قرضاوي، شيخ عبدالمجيد زنداني، دکتور مرسي او د کتايب القسام فلسطينۍ قتالي ډلې مشر محمد ضيف هم لېست کې شامل و.
الجزيرې خپلو موندنو کې څرګنده کړې، چې د سعودي لېست کې ان شهيدان شوي شخصيتونه هم شته لکه حسن البنا، سید قطب، شيخ احمد ياسين او دکتور رنتيسي -تقبلهم الله- 
شنونکي وايي سعودي وښووله، چې د القاعدې د پخواني او اوسني مشر دريځ يې پر وړاندې سم و. دوی چې ان ډاکتر مرسي هم ترهګر ګڼي، يوازې د اسراييلو خوښه يې موخه ده.
د خواله رسنيو کاروونکو ډول ډول څرګندونې کړي:
مثلا ځينو ويلي، چې هر څه وکړئ، امريکا او اسراييل به درنه خوشحاله نه شي.
د کويټ ستر عالم دکتور حامد علي ليکلي:
داسې بريښي، چې کوم ځای نه دا لېست اعلان شوی، همغه د جاهليت د وخت دارالندوه ده او همغه د ابو جهل له خولې اعلان شوی.
د ځينو شنونکو پر اند د سعودي دا پرېوتی دريځ د لويديځ او اروپا د هغه دريځ استازيتوب کوي، چې د عثماني خلافت د نړولو په اړه يې درلود.
لوديځ او اروپا ان د فکر هغه زړی هم نه مني، چې د امت د يووالي تصور ورکوي او په ښه بعيدالمدت کې د پلي کېدو امکان لري.

دا هم ولولئ