اذان انلاین AzaanOnline.com

سعودي ۴۰ نړۍوال مسلمان شخصيتونه ترهګر اعلان کړل

المشهد اليمني
“مکة” ورځپاڼې د سعودي امنيت په حواله ليکلي، چې ۴۰ نړۍوال مسلمان شخصيتونه ترهګر دي، چې په نيولو او شهيدولو به يې مباشر انسان ته انعام ورکول کيږي.
د سعودي اعلان شوو، کسانو کې تر ټولو مشهور مسلمان شخصيتونه د مصر ستر مهاجر عالم دکتور يوسف قرضاوي، د يمن ستر مهاجر او مجاهد عالم عبدالمجيد زنداني، د مصر شرعي زنداني ولسمشر دکتور محمد مرسي او د فلسطين د کتايب القسام د مجاهدينو مشر محمد ضيف شامل دي.
ورځپاڼه وايي، چې دا او ۳۶ نور شخصيتونه د اخوان المسلمين ډلې فکري لاروي دي، چې يوه ترهګره ډله ده. ورځپاڼه کاږي، چې د اخوانيانو حقيقي مشر شهيد سيد قطب دی، چې د عثماني خلافت نړېدو پسې يې د جهاد خبره توده کړه او د نړۍ ټول جهادي حرکتونه يې فکر پورې تړلي.
سعودي وايي د امريکا نړۍوال تجارتي برجونه اصلا د اخواني فکر غزېدلې لړۍ ونړول، چې يو ستر ترهګريز بريد و.
د شنونکو پر اند له يادو څلورو شخصیتونو معلوميږي، چې سعودي ټول مظلوم شخصيتونه د ترهګرۍ(!) لېست ته اضافه کړي. يوسف قرضاوي له خپل دېکتاتور نظامه جلا وطن دی، عبد المجيد زنداني د شيعه ګانو او عربي اتحاد له لاسه مهاجر دی، مرسي ډېر مظلومانه د تعذیبونو لاندې کړيږي او محمد ضيف د اسراييلو د ظلم او وحشت ناکردې ګالي.
شنونکي وايي، چې شونې د ترهګرو دا لېست يوازې د محمد ضيف له امله اضافه شوی وي، د حماس د قتالي ډلې کتايب القسام مشر دی او د اسرايیلو د خوشحالولو له پاره ترهګر(!) اعلان شوی. شنونکي زياتوي، د دې له پاره چې مسلمانان يې د اسراييلو په دوستۍ ګرم نه کړي، د اخوانيزم دښمني يې پرده کړې او نور علماء يې هم د ترهګرۍ(!) لېست ته اضافه کړي.

دا هم ولولئ