اذان انلاین AzaanOnline.com

ګډو ځواکونو چپرهار کې د قرآن کريم نسخې سوځولي

وړمه ورځ ۹/ ۵/ ۲۰۱۹ په خواله رسنيو کې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کلا شيخ کلي د عملياتو قرباني کورنۍ انځورونه په پراخه کچه خپاره شوي، چې د برحاله موظفو معلمينو کورونه يې ړنګ کړي او اور يې پرې بل کړی.
انځورونو کې د کلي خلک د قرآن کريم نسخې، د حديثو کتابونه او نور علمي کتابونه ښيي، چې د ګډو ځواکونو له لوري سوځول شوي.
د چپرهار کلا شيخ بېګاني قربانيان د کابل ادارې رسمي مامورين دي، چې له ډېرې مودې راهيسې معارف کې خدمت کوي.
معلم ګلاجان او زوی يې صداقت د ننګرهار لېسې معلمين ول او په سيمه د هېڅ ډول سياسي خوځښت پلوي نه ول.
بېګا شپه امريکايانو او کابل ادارې په ګډه چاپه کې دوی شهيدان کړل، کور يې ورته ړنګ کړ او د قرآن کريم نسخې يې وسېځلې.
د دوی نږدې ګاونډ کې يې مولوي نور الله سره له دوو زلميو زامنو هم شهيد کړی، چې هېڅ جرم يې معلوم نه دی.

دا هم ولولئ