اذان انلاین AzaanOnline.com

چينايانو سره د پاکستانيو مېرمنو واده جنجالي شو

رسنۍ
له تېر يو کال راهيسې پاکستان کې په ځانګړي ډول پنجاب کې چينايانو ته د لورګانو ودولو بازار ګرم شو. چينايانو به ښکاره د مسلمانېدو اقرار هم وکړ، خو ساده مسلمانان څه خبر چې د کارخانو، تجارتونو او چينايي مسلمانۍ شاته څه پټ دي؟
راپورونه کاږي، چې ناوې به له رخصتېدو وروسته د رسېدو خبر وکړ، خو د پاتې نور ژوند معلومات په تياره کې وو.
د ناوې مور وپلار به زړه کې د چينايي تجارتونو او کارخانو ګوړې ماتولې، خو خبر به نه ول، چې د زړه ټوټې يې د هوس بازار کې لکه د سوند توکی خرڅېږي.
له چين څخه د يوې مېرمنې اړيکه د دې لامل شو، چې د چينايي ودونو کاروبار هم رسوا شي او وبريښي، چې له پاکستانه د واده په نوم جونې چين جنسي کاروبار ته بېول کيږي.
نږدې اونۍ مخکې رسنيو راپورونه ورکړل، چې د پاکستان څارګرو ادارو د هغو خلکو لټه پيل کړې، چې چينايانو ته يې د ودونو پيدا کولو دلالي کوله.
شنونکي وايي مادي ذهنيت د دې ټولې لوبې شاليد تشکيلوي. که د مور وپلار ذهن کې د کارخانې او تجارت طمع نه وی، نو د شريعت پر بنسټ به يې خپلو لوڼو ته د متدين او سيال مېړه غوره کولو کوښښ کاوه، خو مادي ذهنيت د معيار پاللو پر ځای شوشا ته وکتل او لوڼې يې د په ژوند د مرګ مېلمنې کړې.

دا هم ولولئ