اذان انلاین AzaanOnline.com

ننګرهار چپرهار: ګډو ځواکونو د ننګرهار لېسې معلمين شهيدان کړي

تېره شپه ۸/ ۵/ ۲۰۱۹ ګډو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ کلا شيخ کلي کې پر دوه کورونو چاپه وهلې، چې څلور مسلمانان يې شهيدان کړي.
د کلا شيخ د سيمې د معارف مشهور ستوری استاد ګلاجان او زوی يې استاد صداقت په خپل کور کې ځای پر ځای شهيدان کړي.
د استاد ګلاجان د کور تر څنګ يې د کلا شيخ د يو عالم مولوي نور الله پر کور هم چاپه وهلې. مولوي نور الله ټپي دی او دوه زلمي زامن يې د ګډو ځواکونو په ګوليو شهيدان شول.
شنونکي وايي، موږ نه پوهېږو، چې د امريکا لاسپوڅې اداره چا سره جګړه کوي؟ د بېګانۍ چاپې قربانيان د دې ادارې خپل مامورين دي، دوی ولې د قتل مستحق دي؟
دا لومړی ځل دی، د دې مياشتې سر کې يې ننګرهار خوږياڼو قيلغو سيمه کې دوه تنه محصلين او معلمين په ډزو ووژل. له هغې وړاندې حصارک کې يوه چاپه کې د اردو د يو عسکر کور ويجاړ شو، چې هېڅوک یې لامل نه شي په ګوته کولی.

دا هم ولولئ