اذان انلاین AzaanOnline.com

سعودي عايض قرني مجبور کړی

الجزيرة
د اسلامي فکر ستر داعي دکتور عايض قرني له ډېرې مودې بنده وروسته په داسې حال کې د تلوېزيون پر پرده ښکاره شو، چې د خفګان او غم اغېز پرې له ورايه برېښېد. عايض قرني يو له هغو علماو څخه دی، چې د اسلامي فکر د دعوت ځانګړی طرز لري. دکتور عايض قرني له دېرشو کلونو راهيسې، د غرب، غربيانو، غربي نظرياتو، وضعي قوانينو او د اسلام ضد کړيو پر ضد په علمي بڼه ډېر فعال و. سېکولر طبقې يې له استدلاله تکليف وې. هغه حرکتونه، چې اسلام ته کار کوي، د ده له خاصو مشورو او نظرياتو برخه‌منې وې. په څانګړې ډول اخوان المسلمين ډله يې له خوښو هغو څخه وه، چې په همدې تور د سعودي واکمنو ونيو.
پرون سې شنبه ۷/ ۵/ ۲۰۱۹ په داسې حال کې راڅرګند شو، چې له خپلو تېرو نظرياتو بېزار و. په اخوانيانو پسې يې بد ويل، اردوغان پسې يې بد ويل او د قطر په اړه يې تهاجمي څرګندونې وکړې. د قطر په اړه يې وويل، چې دوی د «نون» خدمت کوي، طالبان، اخوان، اردوغان او شيطان.
شنونکي وايي، چې عايض قرني د دين عالم دی، چې د پنځوسو کلونو علم او تجربه په يوه زندان له لاسه نه ورکوي، خو د انسان د غوښو او د بن سلمان د چړو سره برابره نه ده. دوی وايي، چې ممکن عايض قرني پر «اِلَّا مَنْ اُکْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْاِيْمَانِ» باندې عمل کړی وي.
شنونکي وايي، دا ورځ ډېره بده نه ده، خو که عايض قرني ته ژوند موقع ورکړه او د بن سلمان په اړه يې خوله خلاصه وه، نو هغه ورځ به د بن سلمان له پاره ډېره بده وي.

دا هم ولولئ