اذان انلاین AzaanOnline.com

امريکا: اسلام ضد حرکتونو ته ۱۴۸ مېليون ډالر چنده شوې

رسنۍ
د امريکا اسلامي مجلس له لوري يو خپور شوي راپور کې موندل شوې، چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ تر منځ د امريکا خيريه موسسو هغهو حرکتونو ته ۱۲۵ مېليونه ډالره چنده ورکړې، چې د اسلام ضد فعاليت کوي.
راپور وايي، چې ۱۰۳۶ يو زر او شپږ دېرش خيريه موسسو ۳۹ نهه دېرشو اسلام حرکتونو ته ۱۲۵ مېليونه ډالر خيرات ورکړی. راپور وايي، چې دا روپۍ پر مدني فعالانو، رسنيو، ژورنالېستانو، ليکوالو، تعليمي موسسو او قانونپالو وېشل شوي، چې د اسلام پر ضد کرکه خپره کړي.
راپور زياتوي، چې د امريکا د يهودانو ټولنيز صندوق هم پر ۱۲۵ مېليون ډالرو سربېره درې مېليونه او دوه لکه ډالر چنده هغو تنظيمونو ته ورکړې، چې د اسلام پر ضد فعال وي.
راپور کاږي، چې د امريکا د مسيحيت ملي موسسې هم له دې خيراتونو سربېره ځانګړی خيرات کړی، چې نږدې ۱۵ مېليون ډالرو ته رسيږي.
د امريکا اسلامي مجلس د راپور پای کې کاږي، که د اسلام پر ضد دغه ډول موسساتي کار روان وي، نو تشدد به لا ډېرېږي او هېڅ ټولنه به د ارام ساه نه اخلي.

دا هم ولولئ