اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • سلايډ
  • 37 فتوا: که يو سړي لمر ډوبېدو پسې متصل روژه ماته کړه، روژه يې وشوه که نه؟

37 فتوا: که يو سړي لمر ډوبېدو پسې متصل روژه ماته کړه، روژه يې وشوه که نه؟

استفتاء:
رمضان يا له رمضانه پرته، لمر ډوبېدو پسې سمدستي بايد اذان وشي، که څه احتياط هم په کار دی؟
که يو سړي لمر ډوبېدو پسې متصل روژه ماته کړه، روژه يې وشوه که نه؟

فتوی: مفتي محمد فريد رحمه الله
د لمر ډوبېدو سره د شپې راتګ لازم دی، ځکه ضرور ده، چې لمر ډوبېدو پسې اذان وشي. که ګرد وي یا غرونه وي او د لمر ډوبېده شکي وي، څو دقيقې احتياط دې وشي.
علامه سيد احمد طحطاوي وايي:
النهار عبارة عن زمانٍ ممتد من طلوع الفجر الصادق الی غروب الشمس، وهو قول اصحاب الفقه واللغة. والغروب هو اول زمان بعد غيبوبة تمام جرم الشمس بحيث تظهر الظلمة في جهة المشرق، وفي البخاري عنه صلی الله عليه وسلم:
اذا اقبل الليل من ههنا فقد افطر الصائم. ای اذا وجدت الظلمة حساً في جهة المشرق فقد دخل وقت الفطر او صار مفطرا في الحکم، لأن الليل ليس ظرفا للصوم.
الطحطاوي علی مراقي الفلاح ۶۳۱ مخ، کتاب الصوم.

دا هم ولولئ