اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • سلايډ
  • 36 فتوا: که د چا د بلوغ علامې ښکاره نه شي، نو د عمر په لحاظ څو کلنۍ کې روژه فرض کيږي؟

36 فتوا: که د چا د بلوغ علامې ښکاره نه شي، نو د عمر په لحاظ څو کلنۍ کې روژه فرض کيږي؟

د روژې په اړه د مفتي محمد فريد رحمه الله فتاوی

استفتاء:
که د چا د بلوغ علامې ښکاره نه شي، نو د عمر په لحاظ څو کلنۍ کې روژه فرض کيږي؟
فتوی:
که د بلوغ علامې ونه بريښي، نو پينځلس کلنۍ کې بايد روژه ونيسي. علامه حصکفي فرمايي: “فإن يوجد فيهما شىء منها فحتى يتم لكل منهما خمس عشرة سنة، وبه يفتى.”

الدر المختار على هامش رد المحتار، كتاب الحجر بلوغ الغلام، 5 جلد، 107 مخ.

دا هم ولولئ