اذان انلاین AzaanOnline.com

هغه کارونه، چې ورځ مو نېکمرغه کوي

الجزيرة
ته پوهېږې، چې سهار وخته پاڅېدل درته څه ګټه رسوي؟ سهار مهال دې که منظم کړ، د ټولې ورځې چارې به دې سمې او منظمې روانې وي. که غواړې، چې ورځ دې ښه وي، دغه چارې سهار وخته منظم ډول کوه، ورځ به دې ښه وي:

ورځ په لمونځ او مننې پيل کړه
ښه خوب، د الله تعالی نعمت دی. کله، چې له ژور خوبه راپاڅېدې، د الله تعالی لور ته ودرېږه، لمونځ وکړه او د الله تعالی شکر اداء کړه.
کله چې څوک د الله تعالی شکر اداء کړي، د ارامۍ او سوکالۍ احساس کوي او د ورځې د اوږدو نعمتونو ته يې پام وي، چې د الله تعالی له لوري دي. ورځ يې مثبته وي او په کاميابۍ پر مخ ځي.

الهامي کلام واوره يا ولوله
له ۲۰ څخه تر ۳۰ دقيقو پورې الهامي کلام واوره يا ولوله، چې د حکمت او مثبت ذهن خبره ترې زده کړې. مثلا د سهار اذکار، د قرآن کريم تلاوت يا د احاديثو څه مطالعه وشي.

سهار چای کې ۳۰ ګرامه پروټين واخلئ
د تغذيې استاذان وايي، سهار بايد لږ تر لږه ۳۰ ګرامه پروټين د انسان بدن ته تغذيه شي. استاذان وايي، سهار چای دې له راويښېدو نيم ساعت وروسته وڅښي، ځکه چې سهار وخته چای څښاک د وزن کمولو کې ډېره ګټه کوي. پروټين په شېدو، هګيو او شهدو کې شته، پنېر او کوچ هم پروټين لري.
که څوک د غواوو محصول نه خوري، له سبزيو دې کار واخلي، مثلا پالک سهار وخوري، يا دې غوزان، پيسته، بادام او جنغوزي وخوري. لوبيا، چڼې او دال هم د پروټينو ضرورت پوره کولی شي.

سهار تمرين وکړئ
د تمرين له پاره ميدانونه او د اندامونو ښکلا کلبونه ضرور نه دي. په ډېرو لږو حرکاتو کېدلی سهار د تمرين ضرورت پوره شي. په وږې ګېډه لږ حرکت ډېر کالوري سوزېدلی شي او لږ حرکت هم د غوړو او خوږو مصرفولو له پاره کفايت کوي.

په سړو اوبو ولامبئ
سړې اوبه ممکن ځينو ته سختې وي، خو له دېرشو ثانيو وروسته ورسره اموخته کيږي. د سړو اوبو لامبا هاضمه راولي او د عقلي وعصبي فعاليت مخه خلاصوي. د وينې جريان تېزوي او رګونه سُتره کوي. سړې اوبه د زړه د تکليفونو احتمال کموي. په رواني لحاظ د کارونو د انجامولو ذهنيت لوړوي.

د ورځې پروګرام وټاکئ
د ورځې پيل کې د ورځې کارونه ياداښت کړئ. مهم او اسان کارونه لومړي کړئ او د بعيد المدة کارونو ورځنۍ برخه هم وليکئ.
په تقسيم اوقات کې بايد د بعيد المدة کارونو ورځنۍ برخه يا لږ تر لږه ياداښت وي، چې لږ تر لږه په پام کې وي.
که په کارونو کې داسې کارونه وي، چې ډېرې انرژۍ او قوت ته اړتيا لري، بايد سهار همدا لومړی کړل شي، ځکه چې د ورځې په تېرېدو انرژي هم کميږي.

مناسبه اندازه خوب
فعال انسان بايد خپل خوب پوره وساتي. د شپې ورځې ۷ ساعته خوب کافي دی. کوم فعال خلک چې خوب لږ کوي، د کار دوران کې بې دمې او کمزوری شي. کوښښ په کار دی، چې خوب خامخا پوره کړل شي.

دا هم ولولئ