اذان انلاین AzaanOnline.com

قيلوله د وينې لوړ فشار کنترولوي

رأی اليوم
طبي څېړونکو معلومه کړې، چې د نيمې ورځې خوب يا قيلوله د وينې لوړ فشار کنترولوي. د يونان اسلېکېپېيون عمومي روغتون په خپلې يو څېړنې کې ويلي، چې موږ ۲۱۲ دوه سوه دولس مريضان په قیلولې معالجه کړل، چې ډېره ښه نتيجه يې ورکړه.
څېړنه وايي د دې مريضانو لوړ فشار تر ۱۳۰ درجو لوړ و، چې يوازې د قيلولې له امله تر ۱۲۵ رقيلوله د وينې لوړ فشار کنترولوياټيټ شو.
د څېړنې يو ګډونوال ډاکتر مانولېس کالوستراتوس ډاکتر وايی، دا علاج د زړه مريضانو ته هم ګټور دی. ډاکتر مانولېس وايي قيلوله ۱۰ سلنه د زړه مريضانو ته ګټه لري.
له همدې امله د قيلولې څېړونکو دفتري خلک هڅولي، چې د ورځې نیمه کې دې يوه ټونګه خوب کوي.

دا هم ولولئ