اذان انلاین AzaanOnline.com

د استادانو خبرې -اوله برخه

استاد احمد الله احمدزی
استاد دلاور خان سېلاب زموږ په ګډون د څو نسلونو روزونکی استاد دی، د هغه شاګردان او ‏ملګري يې په علميت، تقوا، تواضع او مهربانۍ شاهد دي.‏
په لومړيو وختونو کې چې معهد الِامام ابي حنيفة رحمه الله ته لاړم، نو يوه ورځ يې ځانګړی ‏نصيحت راته وکړ، چې تر تله به مې په ياد وي.‏
‏«دلته او که په راتلونکي وخت کې دې، څه زده‌ کول، بايد هېڅکله په دې علم او معلوماتو د ‏خپلې سيمې علماوو ته سپک نظر ونه کړې او نه هم باید ستا پوهه له نورو علماوو او عامو ‏مسلمانانو سره د ټکر لامل شي.»‏

مشر مه شر او کشر که شر
استاد دلاور خان سېلاب، چې څومره خپلو شاګردانو ته د علم په رسولو کې حریص ‏دی، تر دې څو برابره زيات د خپلو زده‌کوونکو د ديني او اخلاقي روزنې حریص هم ‏دی.‏
يوه ورځ يې ملګري د سهار لمونځ ته پورته کول، چې يوه ملګري له استاد سره څه ‏خبرې تکرار کړې وې، دغه ملګری وروسته ما ته راغی، چې استاد رانه خوابدی ‏شوی، نو راځه، چې ورشو او بښنه ترې وغواړو.‏
مازدیګر، چې د استاد کوټې ته ورغلو، استاد محترم اشپزخانې ته لاړ او په خپل ‏لاس يې چای تيار کړ، چې راغی، نو عادي خوندور مجلس کوي، په دغه وخت کې ‏مې ورته د ملګري له لوري د بښنې غوښتلو يادونه وکړه، استاد ځان بيخي ناګاره کړ ‏خو د بيا بيا بښنې غوښتو سره يې وفرمايل، چې معهد د روزنې مرکز دی، دا زموږ ‏شريک کور دی، دلته به يو بل سره د وروڼو غوندې ګزاره کوو او زياته يې کړه، چې ‏تاسې د مشر او کشر په معنا پوهېږئ؟
موږ ويل نه.‏
نو استاد وفرمايل، چې مشر يعنې «مه شر» شر به نه کوي او کشر «که شر.» کشر ‏به شر کوي او بايد په خوښۍ وزغمل شي او په حکمت سره يې د تربيې خواري ‏وشي.‏

دا هم ولولئ