اذان انلاین AzaanOnline.com

کوم جنسي تعليم؟  مغربي او که اسلامي؟

اسامه جوهري
اسلام چې کوم جنسي تعليم وړاندي کوي، مقصد يي په ټولنه کې د فساد ختمېدل دي، هم په فردي او هم په اجتماعي بڼه.
په احاديثو او فقه کې ورباندې مستقل ابواب راوړل شوي، مختلف قسمه احتياطي تدابير ښودل شوي، له غلطو طريقو نه منع‌ راغلې، خو اسلام کې له دې نه‌ اول د ځوانانو پر حيا کار شوی، واده يې ورته لازم کړی او ډېر يې اسانه کړی.
لنډه دا چې اسلام مخصوص طريقه کار لري په دې باب کې او مقصد يې په ټولنه کې فساد ختمول دي.
متاسفانه زموږ په ټولنه کې ښځو ته اکثره اسلامي حقوق هم نه ورکول کېږي، بلکې له رواجونو متاثره يو او همدا زموږ هغه ضعيفه نکته ده چې غربيان ترې استفاده کوي او د ښځو د حقوقو نعرې پورته پورته کوي. که موږ چېرته د‌ اسلام په چوکاټ کې دغه حقوق ورکړو، نو الله جل جلاله به هم اجر راکړي او د يوې سالمې معاشرې تشکيل به‌ هم وشي.
د اسلامي جنسي تعليم برعکس غربي جنسي تعليم انتهايي خطرناک او زيانمن دی. په هغې کې ماشومانو ته له لاس څخه غلطه استفاده کول، وړوکوالي کې جنسي اړيکي جوړول، هلکانو ته مختلفې طريقې ښودل چې څنګه يوه جينۍ جنسي اړيکو ته هڅول کيږي.
همدغه راز جينکو ته د هلکانو په اړه طريقې ښودل کيږي، حساس ځايونه ورپېژندل کيږي.
له جنسي اړيکو نه بعد که يوه جينۍ حامله شي بايد څه وکړي؟ هلکان به لواطت څنګه کوي؟ په خوله باندې غلط اعمال څنګه کيږي؟ جينکۍ به له يو بل نه‌ غلطه استفاده څنګه کوي؟ جنسي تسکين به څنګه حاصليږي؟
دا ټول شيان په کې ښه عام او برملا ښودل شوي. مطلب دا چې ځوانان مختلف قسمه جنسي تجرباتو ته هڅول کيږي.
په دي جنسي تعليم کې د واده بلکل نوم نه شته، ايډز په کې د يو وړوکي مرض په حيث ښودل شوی.
په فحش فلمونو کې چې څه کيږي هغه ټول ورته کتاب کې ښودل کيږي(د دې ټولو خبرو ثبوت د ليکنې په اخر کې شته).

دلته دوه خبرې ياد ساتل پکار دي:
۱ – بي بي سي(bbc) او وي او ای (voa) کله هم د اسلام په رڼا کې جنسي تعليم ته کمپاين نه کوي، بلکې هغه جنسي تعليم ته کمپاين کوي چې غربي دی.
۲: دوهمه خبر دا چې دا دومره بې حيا تعليم کله هم په يوه‌ ورځ موږ ته نه راوړي، بلکې پر دې دوی کلونه تېروي او رفته رفته يې راوړي.
غرب په‌ هر ميدان کې منافقت کوي،
په ظاهره يو څيز ښه ښيي خو په باطن کې د تباهۍ لوی سبب وي.
اوس د نوي نسلونو تباه کولو لپاره دا يو نوی پلان دی چي زموږ اکثره روشن فکران يې په ظاهري بڼه دوکه کيږي او دفاع ترې کوي خو حقيقت کې بيا بل څه وي.
امريکه د جنسي تعليم وړاندې کوونکي اولنی هېواد‌ دی‌.
تاسې خبر ياست هر (۹۸) سيکنډه (ثانيي) بعد په امريکه کې يو انسان د‌ جنسي تېري ښکار کيږي. په برطانيه کې له ټولو نه زيات جنسي تېري په پوهنتونونو کې کيږي.

اخري خبره:
بهتره خبر دا ده چي د (۱۶) کلنۍ يا (۱۷) کلنۍ يعنې بلوغ نه بعد دې ځوانانو ته د اسلام په رڼا کې جنسي تعليم ورکړل شي، کوم مهم فقهي مسايل وي هغه ورته وښودل شي. ځوانانو ته ده واده تلقين ورکړل شي. والدين پوهه کړل شي، د ولور نقصانات ورته بيان کړل شي…
د غرب جنسي تعليم په اړه تر اوسه پورې په لسګونه رسايل خپاره شوي. دلته تاسې هغه‌ ټولې رسالې په pdf کي لوستلی شئ.

http://waronchildren.org

د همدې رسايلو يوه مختصره ډاکومنټري ويډيو هم‌ شتهو په ۱۶ ژبو کې ده.
http://waronchildren.org/videos

دا هم ولولئ