اذان انلاین AzaanOnline.com

د بوډاګانو ساتنځی

ابو خالد
پلار یې د لمسي په خوله پساری واورېد چې ګوندې لنډه موده کې ما له کوره شړي، او د بوډاګانو ساتنځي ته مې استوي، بې وسه، رنځور، کونډ پلار یې په دغو ورځو کې له ډاره د ډوډۍ خونې ته نه ورځي چې زوی مې په دغه کار برلاسی نه شي. سپین سترګې ښځه په دې لټه کې ده چې له دې بی زبانه مصیبت نه د تل لپاره په قلاره شي او د سیکولرانو له هغه شعاره ګټه اخلي چې: “زه زما ژوند او زما خوښه”.
دا د يکشنبې سهار دی، زوی یې د پلار د خونې ور ټکوي، پلار ور بېرته کوي:
– زویه ته!
– بلې، پلاره زه یم.
– خیریت و، ولې نه کېنې او ولاړ یې؟
– پلاره نور د کېناستو ورځې لاړې، ما د (old house) بوډاګانو د ساتنځي له مسوول سره خبرې وکړې او هغه ستا په انتظار دی.
د رپېدونکي (۸۰) کلن پلار یې ناګهانه اوښکې له سترګو روانې شوې او په لړزېدونکي غږ یې کړل (ok ok) زما ځیګره زه مې خپل شیان راغونډوم لږ وار راکړه!

دا هم ولولئ