اذان انلاین AzaanOnline.com

يرغمل او د زمکې په سر وژنې!

محمودالحسن مولانا
اشغال او مسلسل جنګونو افغانستان کې ډېرې بدمرغۍ وزېږولې، چې د قطار په رأس کې یې پورته دوه بدمرغۍ دي.
د افغانستان په هر ولایت، ولسوالۍ او ان په کليو کې انسان تښتونې روانې دي او هم مهاله ورسره د زمکو په سر هره ورځ وژنې کېږي.
څومره مو چې له استادانو اورېدلي، د هغوی په قول د دیموکراسۍ یو هدف دا دی، چې د یو مملکت خلک وږي او محتاج کړي او ورسره د علم او ترقۍ په نوم جهل خپور کړي او وینو چې دیموکراسي افغانستان کې په دواړو کې کامیابه شوه.
د دنیا درندو پیسو سره ولږه اوج ته رسېدلې او د زرګونو ښونځیو، پوهنتونونو باوجود جهل اسمان سره سر جنګوي.
یو طرف ته ناپوهي ده، ورسره څنګ کې دښمن د بې لارې کولو لپاره ګڼ وسایل په لار اچولي، د تلویزون پر ښیښه د هندي او ترکي سریالونو په مټ ځوانان بې لاره کوي، د انسان تښتونې او وژنې لارې ورته ښیي او ځوانان یې عملي کوي، چې د داسې ډېرو پیښو شاهدان یو.
بل پلو د سوچه اسلامي نظام نه شتون او هغه تعزیرات چې داسې مجرمینو ته اسلام کې وضعه شوي، نه عملي کول، خلک نور هم په دې عمل ور تېز کړي، چې په کابل کې د کوچنۍ مهسا تښتونه او بیا یې وژل او ورسره جوخت کابل پغمان کې د زمکې او ونې په سر د دوه ورونو وژل لنډې پېښې دي. د حل لاره یې یوازې اسلامي نظام او د هغو تعزیراتو، مجازاتو عملي کول دي، چې اسلام ټاکلي دي، د یادو پېښو زیاتېدو سره هغه خلک هم د اسلامي تعزیراتو د عملي کولو غوښتنه کوي، چې تر اوسه يې دا تعزیرات ظلم او زیاتی ګاڼه..

دا هم ولولئ