اذان انلاین AzaanOnline.com

د حماس مشر د بمبار شوي کور ناوې له خپل کوره واده کړه

رأی اليوم
د فلسطين د جهاد مشر اسماعیل هنية د غزې د بمبار شوي کور يوه پېغله له خپل کوره د مېړه کور ته رخصت کړه.
اسماعيل هنية د شيماء الحويطي ناوې له کوره وغوښتل، چې شيماء دې د ده له کوره واده شي. د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۲۵ نېټه د شيماء کور اسراييلو بمبار کې وران کړ. د شيماء مور د خپل کور پر ويرانې ولاړوه او ژړغونی غږ يې وکړ:
خدايه! شيماء به له کوم کوره واده کوم!
د شيماء د مور غږ تر اسماعيل هنية ورسېد او هغه وغوښتل، چې شيماء به د ده له کوره وديږي.
د تېرې پنجشنې په ورځ ۴/ ۴/ ۲۰۱۹ ز شيماء د حماس د مشر کور ته راوستل شوه او يو نيم ساعت اسماعیل هنية د شيماء د مېلمنو کوربه و. د شيماء خپلوانو او خېښانو د اسماعیل هنية کور کې خوشحالۍ وکړې، سندرې يې وويلې او له همدې ځايه د بلې فلسطينۍ مېرمنې لؤلؤ د واده صالون ته لاړل.
حور العين د لؤلؤ دی، هغه وايي:
ما چې د شیماء د مور دردوونکې نارې واورېدې، اراده مې وکړه، چې پر دې مخ به زه خوښي وينم. ما ورته د وړیا سينګار او د وليمې لپاره وړيا ځای ورکړ.
شيماء چې د اسماعیل هنية له کوره وتله، اسماعیل هنية هم ورسره په ورا کې بدرګه لاړ او شيما یې پر فهر وحيدي زلمي وسپارله.
اسماعیل هنية د ورا پر مهال وينا کې وويل:
موږ ژوند کول غواړو، دا زموږ د ژوند پيغام دی، موږ به په هر صورت د خپلو خلکو ژوند رنګینوو!

 

WhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.04 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.41.52 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.08 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.12 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.10 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.14 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.25 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.17 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.37 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.47 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.42 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.49 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.50 PM(1)WhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.50 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.54 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.50 PM(1)WhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.49 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.55 PMWhatsApp Image 2019-04-05 at 9.43.50 PM

دا هم ولولئ