اذان انلاین AzaanOnline.com

ننګرهار: د باچا خان پر مزار ۵۴ مېليونه افغانۍ لګيږي

ننګرهار ولايت خبر ورکړی، چې د دښمن پر ضد د جګړې نه کولو فلسفې لاروي باچا خان مزار به رغوي. خبر وايي، چې پر مزار به يې ۵۴ مېلیونه افغانۍ لګښت راځی.
د مزار د رغولو ډبره د ننګرهار والي او نورو چارواکو کېښوده، چې په ترڅ کې يې له اشرف غني هم مننه وشوه، چې د مزار لګښت یې ومنل.
د مزار د رغولو مصرف داسې مهال ورکول کيږي، چې په ننګرهار کې ډېر مکتبونه درسي کتابونه، ودانۍ، څوکۍ او فرشونه نه لري.
د باچا خان د مزار د خبر په اړه په خواله رسنيو کې غبرګونونه پارېدلي. ځينې یې له ديني اړخه ردوی، چې شريعت د مزار جوړولو اجازه نه ورکوي، د دې پر ځای دې کوم بل عام المنفعه کار کړی وی. ځينې وايي، چې د مړو قبر جوړول کوم حياتي ارزښت دی؟ د افغانانو ژوند بدلولو کې څومره مرسته کولی شي؟
ځينې وايي، چې د هېواد د بې کوره خلکو کورونه دومره اباد شول، چې اوس مړو ته قبرونه په مېليونونو روپيو جوړيږي؟ مکاتبو دومره پرمختګ وکړ، چې روپۍ بايد نورې پر هديرو مصرف شي؟ لارې، سړکونه، پارکونه، د څښاک پاکې اوبه، زراعتي چارې دومره پر مخ لاړې؟!!
دا سوالونه ځواب غواړی، خو د خواب مسووليت به څوک ومني؟

دا هم ولولئ