اذان انلاین AzaanOnline.com

دوه مخي / محمود الحسن مولانا

دوه مخي هم لکه د نفاق په شان بد عمل دی یا هم دوه مخي خپله د نفاق او منافقت یوه برخه ده.
دوه مخي که په ساده پښتو تعریف شي، هغه ته وايي، چې يو سړی په یو وخت دوه نفرو ته سر خوځوي. هم ستا خبرې ته سر خوځوي او تايیدوي یې او هم دې دښمن ته، یا دې پر وړاندې سینه ډبوي او پس شا دې پښې وهي. دا او دې ته ورته نور صورتونه هم په کې جوړېدی شي، چې په دوه مخۍ شمېرل کېږي. خلک دا بد عمل یا د خپل عادت له مخې کوي یا هم یوازې د ځان څر لپاره، چې هم به ستا پر دسترخوان شخوند وهي او هم د دښمن، خو رېښتینی یو ته هم نه وي، یوازې ځان پېژني، خپل جېب او خېټه یې د ژوند ستر مقصد دی.
دا خلک لکه څرنګه چې اسلام کې بد دي، همدارنګه د خلکو نظر کې هم غورځېدلي او پست خلک دي. د خانانو په حجرو او دفترونو او هر هغه ځای کې، چې دوه مخي په کې چلېدلی شي، څه وخت تېرولی شي، مګر د عامو خلکو منځ کې بد پېژندل شوی مخلوق دی او هېڅ ځای نه لري.
د دوه مخۍ په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: عن ابي هریرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: و تجدون اشد الناس ذا الوجهین الذي یأتي هؤلاءِ بوجه و هؤلاءِ بوجه. متفق علیه:
ژباړه: د ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: ډېر بد به تاسې په خلکو کې هغه و مومئ چې دوه مخي وي، یو ټولی خلکو ته په یو مخ راځي او بل ټولی خلکو ته په بل مخ.
محمد بن زید رضی الله عنه روایت کوي چې زما نیکه(عمر رضی الله عنه) ته خلکو ویل: کله چې موږ خپلو امیرانو سره یو، یو قسم خبرې ورته کوو او پس شا مو بیا عمل خلاف وي؛ عمر رضی الله عنه ورته وویل: چې همدې ته موږ ته د رسول الله صلی علیه وسلم زمانه کې نفاق ویل.
له پورته اثر څخه داسې معلومیږي چې دوه مخي هم د نفاق یوه برخه ده.

دا هم ولولئ