اذان انلاین AzaanOnline.com

تود چاې څښل مو د سرطان له خطر ناک مرض سره مخ کوي

یو تازه څیړنه چې د ایران په ګلستان ولایت کې تر سره شوي ښئ هغه خلک چې تود یا ګرم چاې څښي د سرطان په مرض د اخته کیدو چانس يې تر شپیتو فیصدو پورې شته .

د امریکا د سرطاني ناروغیو د ټولنې غړی او د دې څېړنې مخکښ لیکوال ډاکتر فرهاد اسلامي وايي«ډېرو خلکو ته چای، قهوه یا نور تاوده مشروبات خوند ورکوي. خو زموږ له راپور سره سم، د ډېر تود (سور) چای څښل د ستوني د سرطان خطر زیاتوي، او له همدې کبله ښه دا ده چې تود چای ته انتظار وایستل شي چې یو څه سوړ شي.

تر دې مخکې په څېړنو کې د چای او د ستوني د سرطان ترمنځ د ارتباط څرک لګېدلی و.خو دې څېړنې، چې د چهارشنبې په ورځ /مارچ۲۰/ د سرطان په نړیوال ژورنال کې یې پایلې چاپ شوې، د ډېر تود چای او سرطان ارتباط څرګند کړ.د ستوني یا مرۍ سرطان په نړۍ کې یو له ۸ عامو سرطانونو څخه دی چې عموماً د انسانانو د مرګ سبب کېږي. د سرطان د نړیوالې ادارې له اټکل سره سم، هر کال شاوخوا ۴ لکه تنه په دې سرطان مري.

دا هم ولولئ