اذان انلاین AzaanOnline.com

د basilisks_lizard څرمښکۍ د خلقت راز

ويس لالي
په شمالي او مرکزي امريکا ځنګلونو کې د basilisks lizard په نوم څرمښکۍ ژوند کوي. دا څرمښکۍ د خدای جل جلاله د خلقت يو داسې راز لري، چې نورو حيواناتو کې نه ليدل کيږي. د basilisks lizard څرمښکۍ د اوبو پر سر حرکت کولای شي او دا يې داسې ځانګړنه ده، چې نور حيوانات يې نه لري. د دې څرمښکۍ ټول اوږدوالي له 70 څخه تر 75 سانتي متره پوري وي. بدن يې په درې برخو وېشل سوی دی چې سر، تنه او لکۍ په کې شامل دي. د بدن اوږده برخه يې لکۍ ده او کله چې په اوبو کې حرکت کوي، د لکۍ په واسطه د خپل حرکت لوري کنټرولوي.
د هاروډ پوهنتون د فزيک استاد ټوماس مک ماهون په دې اړه داسې وايي:
کلونه کيږي، چې موږ کوښښ کوو داسې يو ربوټ جوړو کړو، چي هغه د basilisks lizard څرمښکۍ په شان د اوبو پر سر حرکت وکړي، خو تر اوسه نه يو توانېدلي.
په ريښتيا چي د الله جل جلاله په خلقت کې لوی حکمت او راز پروت دی.

#ماءخذونه:
1: Cromie, W. J., Biologists discover how to walk on water,news.harvard.edu/gazette, 4 April 1996.
2:Glasheen, J. W. and McMahon, T. A., Size-dependence of water-running ability in basilisk lizards (Basiliscus Basiliscus), life.illinois.edu, 14 August 1996.
3: For more examples of such biomimetics of biomimicry, seecreation.com/biomimetics.

دا هم ولولئ