اذان انلاین AzaanOnline.com

پرېوتی ذهنيت / معلم خيال ولي

افغانستان ته د استعمار له راتګ سره د خلکو ذهنيتونه، پوهې او عقلانيت زمکې ته پرېوت. ډېر خلک، چې يو وخت يې ټېله کې معنويات منل، اوس يې بله ټېله کې نه مني. دغه خلک اصلاً نه معنا پېژني، نه ماده. دوی د ژوند خوږه مړۍ پېژني، که د معنا زمزمو کې وه او که د مادې زمزمو کې!!
دغه خلک پر همدې بنسټ معيارونه هم بدلولی شي. موږ وليدل، چې دغو خلکو د خدای جل جلاله او رسول عليه السلام خبرې وغورځولې، خو د غرب پر شرابخورو خولو يې باور وکړ. 
سړی حيران شي، چې يو څوک خپله افغانستان کې وي، ولې پر واشنګټن پوسټ، وال سټريټ ژورنال، نيويارک ټايمز، اکانومسټ او …. تکيه وکړي؟
دا خلک د دغو دسيسه ګرو خبرې داسې مني لکه د خدای تعالی او رسول عليه السلام خبره!!
نن د يوې فرانسوۍ د کتاب يوه برخه نشر شوې. کتاب د مشر ملا صاحب مرحوم په اړه ليکل شوی. کتاب کې ويل شوي، چې ملا صاحب مرحوم بيخي له وطنه ونه ووت. خپل وطن کې يې ان د يوې امريکايي نظامي اډې څنګ کې ژوند وکړ. هملته د ژوند تر اخره پاتې شو او هملته ومړ. موږ وينو، چې خلک دا کتاب د ملا صاحب مخالفينو ته نېغ نېغ کوي. خبره څه ده؟
خبره دا ده، چې د استعمار پلويانو پر غرب واروپا ايمان راوړی. د هغوی فکر، خوښې او غوښتنې ته خپل ارزښت او معيار هم قربانوي.
دوی د ملا عمر اتلوال قيادت نه مني، پر دين او افغان ثقافت ټينګار يې د غرب واروپا پښو ته غورځوي، سرښندنې او اتلولۍ يې پرديو ته منسوبوي، خو نن ورته له خپلې قبلې وار متوجه دی. کاش دوی، خپله واقعيتونه سنجولی، کاش دوی دومره پرېوتي نه وی!

دا هم ولولئ