اذان انلاین AzaanOnline.com

هغه شعر چې اردوګان پرې زندان ته لاړ

الجزيرة
اردوګان ۱۹۹۷ کې يو شعر ويلی و، چې سېکولر حکومت ونه شو زغملی او اردوګان يې پرې زنداني کړ. هغه دا شعر د ترکيې سيرت ولایت کې ويلی و:
مسجدونه زموږ مرکزونه دي
ګومبدې مو د سر زغرې دي

منارې مو جنګي آلې دي
او مسلمانان مو لښکر دی

دا زموږ سپېڅلی لښکر دی
دا لښکر مو دين ساتي

دا شعر ويل او د اردوګان زندان ته تله وو. څلور مياشتې زندان، له وظيفې انفکاک او له کاندیداتورۍ ممنوعيت د دې شعر سزا وه.
اردوګان اوس د ترکيې ولسمشر دی. همغه ولايت، همغه ځای او همغه ډول د انتخاباتي کمپاين لپاره اردوګان دا شعر په ګرمو ولولو ولوست. ګرم استقبال شو او بې له دې چې له چا ووېرېږي.
اردوګان ډېر وخت د خبرو پر مهال شعر وايي. تېره ورځ يې يوه غونډه کې د مسجد اقصی يو شعر ویلی و:

مسجد اقصی مې خوب کې ليده
د ماشوم په څېر يې وژړل
زمکې ته ورښکته شوم
تندی مې پر زمکې ورکېښود
لکه د زمکې لاندې چې نهرونه بهيږي
راته وايي: مسلمانانو ته سلام وايه
فراق مې نور له وسې تېر دی
زه بيا د اسلام غاړې غواړم

دا هم ولولئ