اذان انلاین AzaanOnline.com

نېک‌عمله غل

شيخ طنطاوي
ژباړن: خيال ولي
زما په ژوند کې يوه کيسه پېښه شوې. زه يې ټول اشخاص پېژنم. د پېښېدو ځای يې هم رامعلوم دی او کېدی شي، له عبرته ډېره ټوکه وي. يو نېک‌عمله متعلم و. درسونو کې يې ډېره مزه نه وه. ويده غوندې انسان و. کله چې فارغېد، استاد ورته نصيحت کاوه. په نصيحت کې يې ورته وويل:
پر معاشرې به نه بوج کېږئ. لوستي سړي چې بل لاس نيولی وي، ډېره بده وي. که بل هېڅ کار مو پيدا نه کړ، د خپل پلار کار پر مخ بوځئ، خو ګورئ، په خپلو کارونو کې به له خدايه وېرېږئ!
متعلم ته د استاد خبره ښه وبرېښېده. کور ته راغی، مور ته يې وويل:
مورې زما پلار څه کاره و؟ مور يې ټکنۍ شوه، ورته يې وويل، پلار دې په رښتينې دنيا دی، د پلار کار څه کوې؟ خو هلک تصميم نيولی و، چې د پلار کار به مخ ته بيايي. ټينګ شو، چې نه مورې، د پلار کار به راښيې. مور يې زړه نازړه ورته وويل، زويه پلار دې غل و.
هلک مور ته وويل، موږ ته استاد وويل، که نور څه نه شئ کولی، د پلار پاتې کارونه پر مخ بوځئ، خو خلکو ته به لاس نه نيسئ او يوه خبره به ياده ساتئ، چې په خپل کار کې به له خدايه وېرېږئ! مور ورته وويل، په غلا کې له خدايه وېره شته؟ دا څه په ګډو وډو سر يې؟
ما خو مخکې وويل، چې متعلم ويده غوندې انسان و. مور ته يې وويل، نه موږ ته استاد ويلي. هلک لاړ، چېرته يې غله پيدا کړل، د غلا چل يې زده کړ او خپل کلي ته بېرته راغی. په لومړۍ شپه يې ځان غلا ته تيار کړ. د ماسخوتن لمانځه او د شپې پخېدو ته يې انتظار وکړ.
شپه چې پخه شو، ګاونډي کور ته ورواوښت. فکر يې وکړ، چې استاد نصيحت کړی، نو دا خو ګاونډ ته ضرر رسول دي، بايد له خدايه ووېرېږم. د ګاونډي پر کور خوا کې بل کور ته واوښت. هلته يې فکر کار وکړ، چې دا کور خو د يتيمانو دی. که له دوی څه غلا کړم، خو دا هم د خدای وېره نه شوه.
کور پسې بل کور ته اوړي او يوه ستونزه پيدا کيږي. ان چې سر يې د يو تاجر کور ته ورسېد. د دې تاجر يوه لور وه او په اړه يې مشهور وه، چې تاجر بې حسابه ډېرې روپۍ لري او دی ورته بيخي يوازې دی.
هلک وويل، چې دغه کور د غلا دی. وګرځېد، ډېر خونې دي، له يوې وځي، بلې ته ورننوځي. يوه شېبه لټون نه وروسته يې د روپيو، سر او سپينو ځای پيدا کړ. يو کرت يې زړه وکړ، چې ټول مال درسره واخله او ځه. بيا يې فکر وکړ، چې نه، که دې سړي زکات ورکړی نه وي، نو دا خو د زکات روپۍ هم ما يوړې او د خدای وېره بيا خرابه شوه.
لومړی مال ټول وشمېره، بيا يې زکات حساب کړه او زکات ورته پرېږده، نور به يوسې. هلک وګرځېد، چې د سړي د تجارت حسابونه پيدا کړي. کتابچې يې وموندې، پر حسابونو يې شروع وکړه. هلک حساب کې تکړه و. کوښښ يې کاوه، چې زر زر کار تمام کړي، څنګه يې، چې د زکات اندازه معلومه او څنګ ته کړه، ګوري، چې د سهار اذان وشو. ځان سره يې وويل، چې لومړی د خدای وېره ده، لمونځ اودس به وکړم، بيا وځم له خيره.
ډيوه يې ځان سره واخيسته، بهر ووت، اودس يې وکړ. دا مهال د کور خلک هم راويښ شول. ګوري، چې ډيوه بله ده، مالونه يې شيندلي پراته دي، کتابچې خورې دي!! حيران شول، ښځې يې ورته وويل، سړيه دا څه روان دي؟ هغه ورته وويل، سر مې نه خلاصيږي، پوښتنه به وکړو. هلک ته يې وغږ کړ، ای دا څوک يې او څه روان دي؟ دا دې څه کړي؟ هلک ورته وويل، لومړی به لمونځ وکړو، بيا به غږېږو. اودس وکړه او لمانځه ته مخکې شه، ځکه چې امامت د کوربانه حق دی.
کوربه لمانځه ته په سخته وېره مخکې شو. لمونځ يې خدای خبر څنګه وکړ، خو چې لمونځ وشو، هلک ته يې وويل، وايه دا څه دي؟ هغه ورته وويل، تا خو دا شپږ کاله زکات نه دی ورکړی، دا مال مې حساب کړ. ټوله کيسه يې ورته وکړه، چې دی څوک دی او څه کول غواړي.
سړي د هلک جمال او کمال ته وکتل، کور ته لاړ. مېرمن سره يې مشوره وکړه، بېرته راووت. هلک ته يې وويل، چې څه دې خوښه ده، چې خپله لور درکړم، دې کور کې ځای درکړم او ځان سره دې محاسب او مالي مقرر کړم؟
هلک وويل، بيخي مې خوښه ده، هلک کور ته لاړ، د ورځې نيمايي کې ډولونه وغږېدل، چې پلانی د پلاني زوم شو.

دا هم ولولئ