اذان انلاین AzaanOnline.com

ځان له بې ګټو کارونو وژغورئ!

محمودالحسن مولانا
مکلف مسلمان باید مصروف وي او هغه کار ته هېڅ مخ و نه ګرځوي چې ده پورې اړه نه لري، کار پسې کار وکړي او خپل حق اداء کړي. زموږ یو مشکل دا هم دی، چې همېش مو د بل په کار کې کار لرلی او خپل حق مو نه دی اداء کړی. په کراتو د داسې پېښو شاهدان یو، چې یو ورور جوړه “جامه” نوې کړې وي او په تن یې وي، د دې پر ځای چې د مبارکۍ په پار ورته مسنونه دعاء و وایو، بالعکس د هغه په ذوق کې خبرې پيل کړو. توره ده، سپینه ده، نرۍ ده، ډبله ده!!
دا د ښه مسلمان صفت نه دی او په عرف کې يې خلک بده ګڼي. حدیث شریف دی چې «من حسن اسلام المرء ترکه ما لا یعنیه» معنی دا چې د یو سړي د ښه اسلام نښه دا ده چې هغه څه پرېږدي، چې ده پورې اړه نه لري. که خطاء نه شم نو د پښتو دغه متل د پورته حدیث شریف لنډه او ساده ترجمه ده چې “نه کار هلته څه کار؟”.
همدا راز د حدیث شریف برخه ده، چې الله تعالی پر تاسو حرام کړي دي “منع و هات” د “منع” مطلب دا چې یو څوک درنه څه وغواړي، ضرورت یې وي او ور یې نه کړې او د “هات” معنی دا چې بې څه او فضول له خلکو شیان غوښتل چې ضرورت او اړتیا دې ورته نه وي. د همدې حدیث شریف په یوه ټوټه کې فرمايي: «و کره لکم قیل او قال». مطلب دا چې بد یې ګڼلي تاسې لره «تا وېلې ما وېلې» او بیا فرمایي چې «و کثرة السؤال» او دین پورې نا اړه پوښتنې يې هم بدې ګڼلي.
پورته حدیث شریف کې چې څه تېر شول، دا پر همدې بناء ول چې انسان په خپل کم عمر کې دومره اوزګار نه دی چې خپل عمر په داسې څه تېر کړي، چې ده سره یې هېڅ اړخ نه لګي، نه هغه څه به کوي چې اړتیا او ضرورت يې وي.

دا هم ولولئ