اذان انلاین AzaanOnline.com

مسوولیت دروند بار

محمود الحسن مولانا
مسوولیت دروند بار دی، خو هغه څوک یې حس کولی شی چې مسوولانه ژوند کوي او د مسوولیت پر معنی پوهېږي، مګر هغه خلک دا بار پر اوږه سپک وړي. دا به يې په معنی پوه نه وي یا ځان نه پوهوي.
یو عالم پر دې حدیث شریف غږېد چې «الا کلکم راع و کلکم مسؤل عن رعیته». 
ژباړه: خبردار هر یو په تاسې کې شپونکی دی او له هر یو نه به د خپل رعیت په اړه پوښتنه کېدی شي.
عالم د حدیث شریف ترجمه کې ویل: که یو څوک هېڅ مسوولیت ونه لري، هم د ځان مسوول دی او د ځان په اړه باید په فکر کې وي. عالم د خپل استاد په اړه ویل چې هغه له خپل اوچت علم سره په مسجد کې امامت هم نه کاوه او ترهېده ترې، کار یې ښه و او که بد، خو له مسوولیته یې ځان ساته.
عالم په خپله وینا کې د عمیر رضی الله عنه واقعه ذکر کړه، چې کله دی مبارک حضرت عمر رضی الله عنه د خپل خلافت په وخت کې د یمن والي ټاکلی و، خط وورسېد چې امیرالمومنین دې غواړي، له میاشتني سفر وروسته په داسې حال کې د امیرالمومنین په وړاندې حاضر شو، چې په رنګ او جسم کې یې زیات تغيیرات راغلی، ډنګر او رنګ یې ژېړ اوښتی و، امیرالمومنین له نورو خلکو سره مصروف و، له هغوی چې فارغ شو، عمیر ته یې غږ وکړ، چې راشه څه مشکل لرې؟ عمیر وویل مشکل نه لرم صاحب، تاسو راغوښتی وم، عمیر یم د یمن والي. امیرالمومنین په حیرانتیا ترې وپوښتل چې څه درباندې شوي؟ ته خو مال او دولت سره لاړې یعنې دومره ولې خراب شوی يې؟ غربت و؟
عمیر رضی الله عنه و ویل زه د مسوولیت لپاره لېږدول شوی وم، نه د تجارت لپاره، له خپل دولت نه صرف د خوراک او څښاک دوه لوښي لرم، بل هېڅ نه، امیرالمومنین له خبرو اورېدو نه ورسته په چېغو وژړل او ویل يې چې خدایه ما له عمیر سره یو ځای کړی رضی الله عنهما.
هغه خلک چې مسولیت لري پورته حدیث شریف او یاده واقعه دې په یاد لري.

دا هم ولولئ