اذان انلاین AzaanOnline.com

د کفري نړۍ محنت او زموږ غفلت

عبدالغفار جُبیر
په دې کي هیڅ شک او شبه نسته چي د مځکې پر مخ باندي الهي او رښتنی دین اسلام دئ، خو په دې کي هم هیڅ شک نسته چي کفري نړۍ و خپل منسوخ او تحریف سوي دینو (عیسائيت ، یهودیت او…) ته نسبت و مسلمانانو ته زښته ډېر په محنت او اخلاص سره خدمت کوي.
عیسایان که خپل یوه مجله یا کتاب چاپوي هغه تر ۲۰۰ په زیاتو ژبو سره یې په میلیونهاوو کاپۍ چاپوي، کفري نړۍ دغه چاپی آثار په مینه رانیسي او کوښښ کوي چي خپور یې کړي و بل لور ته که موږ مسلمانان یو کتاب، مجله یا آثر چاپوو نو لومړی یې په ډېر تکلیف سره لګښت برابر کړو او چي کله چاپ سي، بیا یې نه رانیسو او نه یې د خپرولو تکل کوو، چي همدا زموږ د اسلامي نړۍ ستره ناکامي او زموږ د نزول سبب دئ.
غوښتنه:
له ټوله اسلامي امت څخه مي دا غوښتنه ده چي په اسلامي ټولنه کي چي هر علمي او اسلامي اثر چاپیږي هغه په مینه او لورینه سره چاپ کړي او بیا کوښښ وکړي چي تر نورو پورې یې ورسوي، چي همدا به زموږ د مسلمانانو د سوکالۍ سبب سي.
الحمدلله!
زما دوه کتابونه (عیسائیت په افغانستان کي او ښکلي ځوابونه) د متدینو وروڼو په مرسته سره چاپ سول، اوس مي درې نور کتابونه بشپړ سویدي ( اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۴ ټوک، روژه په اسلام او ساینس کي+ د روژې ۲۰۰ فقهي مسائل، منظومه مناظره)، له تاسو ټولو وروڼو او خویندو څخه دا لطفا هیله لرو چي ددې کتابو په چاپولو کي زموږ سره پوره همکاري وکړئ تر څو ستاسو د اخرت پوره توښه سي.
زما ټول آثار تر (۴۰) اوړي او له هغو څخه تر اوسته (۱۳) چاپ سویدي، او ان شاء الله چي د لوی الله جل جلاله په پوره فضل سره به دا ټول چاپ کړل سي.

دا هم ولولئ