اذان انلاین AzaanOnline.com

کوزه پښتونخواه: مدرسه کې ځانګړې ثقافتي مېله وشوه

د روان ۲۰۱۹ کال د روانې جنوري مياشتې په ۱۸، ۱۹ او ۲۰ تاريخ د پښتونخواه اړوند نوښار ولسوالۍ پبو سيمې جامعه عثمانيه کې کلتوري يا ثقافتي اونۍ ولمانځل شوه. د عثمانيې طالبانو د خپلو سيمو د ژوندود استازيتوب کاوه. د خپلې سيمې مشهور ځايونه يې له خټو او کاغذونو جوړ کړي ول. د خپلې سيمې مشهور خواړه او څښاکونه يې په خپلو نندارتونونو کې په ډېره ارزانه بيع نندارچيانو ته ورکول.
د پښتونخواه د پېښور، چارسدې، مردان، نوښار، صوابۍ، دير، سوات، کوهاټ، کوهستان او چترال ولسواليو نندارتونونه جوړ شوي ول.
چارچاپېر نندارتونونه او منځ ميدان کې د لوبو سيالۍ او د خبرو لپاره دريځ او څوکۍ ايښوول شوې وې. علماء کرامو او استادانو به په خپل وار پر دريځ خپل فکر او تاثر ښکاره کاوه. طالبانو به د خپلو خپلو سيمو په اړه يا د خپلو سيمو د مشهورو شاعرانو شعرونه په ګډ ترنم په خورا زړه راښکونکي انداز لوستل. طالبانو همدا راز پر دريځ ښکلي مزاحي او ادبي تمثيلونه کول.

پښتون مزاج
که څه هم د مدرسې د ادارې کوښښ دا و، چې طالبان په دې ورځ له زيږوالي وژغوري او طالبانو هم په خورا مينه ناکه رويه ننارچيانو ته هرکلی وايه، خو د اداري لرليد دا برېښېد چې د مدرسې طالبان له حماسي فکره لرې وساتي، مګر بيا هم د شعر په انتخاب کې د طالبانو پښتون مزاج ښکاره و. ټولو طالبانو هغه شعرونه زمزمه کول، چې دښمن سره ټکر، دښمن ته نه تسليمي او دښمن ماتول يې محتوی وه.

موسيقي ولې نه شته؟
ځينو خلکو به له طالبانو پوښتنه کوله، چې دې پروګرامونو سره موسيقي ضرور ده، ولې نه شته؟ طالبانو په ډېرو ساده ځوابونو قناعت ورکاوه.
سعيد الرحمن وپوښتل شو، موسيقي ولې نه شته؟ هغه ورته لنډ وويل: ضرورت يې نه شته.
محمد سليم وپوښتل شو، موسيقي ولې نه غږوئ؟ هغه ورته وويل: نندارتون څه خوند درکړ، که نه؟ هغه وويل ډېر خوندور. محمد سليم وويل د دې دا معنا ده، چې موسيقي کوم حياتي شی نه دی، نو ضرور هم نه ده.
عبيدالله هم له همدې پوښتنې سره مخ شو، هغه وويل:
د موسيقۍ نشتوالي کومه ثقافتي غلطي پيدا کړې؟ هغه وويل نه. نو طالب وويل، موږ ځکه موسيقي مهمه نه ګڼو.

کور دې د مير دين جومات شه!
دا تکيه کلام به مو ډېر اورېدلی وي، خو فلسفه به يې درمعلومه نه وي. دا جومات په زاخېلو سيمه کې دی او د لويې لارې پر سر دی. دا تکيه کلام د پښتونخواه د مزاحي نقاد ملا مولانا بجليګر رحمه الله ډېر ويلو. معنا يې دا وه، چې مېلمانه دې ډېر شه. د نوښار ولسوالۍ طالبانو د مير دين جومات کاغذي نقشه هم نندارې ته ايښې وه او پرې ليکلي يې ول:
د مولانا بجليګر مشهوره مقوله: کور دې د مير دين جومات شه!

دا هم ولولئ