اذان انلاین AzaanOnline.com

د بادشاهانو دسيسه

ژباړه: معلم خيال ولي
عبدالواحد بن علي مراکشي مورخ په خپل کتاب «المعجب في اخبار المغرب» ۷۴ مخ کې ليکلي:
د اندلس د ملوک الطوايفۍ پر مهال د اشبېليې پاچا معتضد بالله عباد بن محمد په مکه کې يو ړوند وواژه. هېښوونکې دا ده، چې اندلس ته ګوره او مکې ته! بيا پاچا ته ګوره او ړوند ته! 
کيسه داوه، چې ړوند څه مال درلود. پاچا ترې نيم واخيست، نيم يې ورپرېښود. ړوند هغه مال خلاص کړ او فقير شو. فقير لاړ مکې ته. مسجد حرام کې يې واړول او معتضد پاچا ته به يې خېرا کولې. معتضد خبر شو. د ړانده خېرا هم د معتضد له زغمه وتې وې.
يو حاجي ته يې د هغه برخه دينار ورکړل، چې په مکه کې يو اشبېلي ړوند دی، دا به ورکړې، خو پام به کوې، چې د دينارو کڅوړه خلاصه نه کړې، که نه ګناه به دې پر خپله غاړه وي.
حاجي د دينارو کڅوړه نېغه تر ړانده ورسوله. ړانده ته يې وويل، معتضد پاچا دې مال راکړی، چې دا حق دې بېرته واخله. ړانده انکار وکړ، چې ولې يې اشبېليه کې حق نه راکاوه؟ دا څنګه کېدی شي؟ ان مکې ته يې راواستو؟
حاجي ړوند پسې کلک شو، چې زه دا مال بېرته اندلس ته نه شم رسولی، مال درواخله او زه پاچا ته وايم، چې ما حق ور رسولی.
بالاخره ړوند قانع شو او مال يې واخيست. ړانده به دينار لومړی لاسونو کې وسولول، بيا به يې خوله کې واچول. هر دينار سره يې همدا کار کار کاوه. ړوند خبر نه و، چې معتضد پاچا دينار په زهرو کې لړلي او دا دينار به يې شهيد کړي.
ورځ لا تېره نه وه، چې ړوند ساه ورکړه.
د اشبېليې يو موذن له معتضد پاچا د اندلس بل ښار طليطلې ته تښتېدلی و. سهار اذان به يې چې وکړ، معتضد ته به يې خېراوې کولې. موذن داسې ګومان کاوه، چې زه خو هسې هم د بل پاچا واکمنۍ کې يم، معتضد دلته څه کولی شي؟
خبر نه و، چې معتضد يې مرګ پسې ګرځي. لارې يې ورته کتلې، چې بالاخره يې يو اجرتي قاتل ورته پيدا کړ او سر يې ورته اشبېليې ته راوړ.

دا هم ولولئ