اذان انلاین AzaanOnline.com

له Mites حيوان څخه ډاروين په ګور کي نارامه دي!

ويس لعلي

په دې خاورېنه کُره کي د Mites په نوم کوچني حيوانات هم ژوند کوي. Mites د Arachnida په کلاس پوري اړه لري. تر ټوله کوچني نوعه ئې 1 ملي متر او تر ټولو لويه نوع ئې تر 6 ملي متر پوري اوږدوالي لري. 6 جوړي پښي لري او زياتر نوعي ئې د پوستکي له لاري تنفس کوي. ځيني نوعي ئې په انسانانو، حيواناتو او نباتاتو کي د مختلفو ناروغو پيدا کېدلو سبب کيږي. د امريکا په شمال شرقي برخه کي د ياد حيوان 230 ميليونه کاله لرغوني کهربايي فوسيل کشف سوو. کوچني حيوانات، چي د ونو په کنډونو کي له بنديدلو وروسته په فوسيل بدل سي د کهربايي فوسيل په نوم ياديږي.
د ساينس په نړۍ کي دغه فوسيل په اصل کي د ډاروينيانو د سر درد دي، چي دوئ ورته هيڅ د حل لاره نه لري. هغه څه چي د ډاروينيانو خوب ئې ور حرام کړي او ډاروين په ګور کي ور څخه په امان نه دي؛ د دوئ درواغ دي، چي د mites حيوان په باره کي ئې ويلي وه. د ياد حيوان په باره کي ډاروينيانو ادعا کوله چي 600 کاله مخکي ئې له بکترياو څخه تکامل کړي دي، خو اوس داسي فوسيلونو کشف سوي دي، چي ميليونو کاله لرغون والي لري.
دوهمه موضوع چي د يادوني وړ ده دغه حيوان 230 ميليونه کلونو کي ئې هيڅ ډول تغیر په خپل جوړښت کي نه ده راوستلي او نه ئې هم د ميلينونو کلونو په تېرېدلو کوم ډول تکامل کړي دي بلکي په هغه شکل سره دي څنګه چي الله(ج) خلقت کړي وو.
#په کمينټونو کي د حيوان اصلي عکسونه دي.
#ماءخذونه:
1: Catchpoole, D., Gladiator—an ‘extinct’ insect is found alive, Mystery, Creation 25(2):51–52, 2003.
2: Catchpoole, D., Fossil ant found alive!, Creation 28(4):56, 2006.
3: Catchpoole, D., Amber needed water (and lots of it), Creation 31(2): 20–22, 2009.
4: Schmidt, A.R. and eight others, Arthropods in amber from the Triassic Period, PNAS 109(37):14796–14801, 11 September 2011 | doi:10.1073/pnas.1208464109.
5:Prehistoric bugs from time of dinosaurs found frozen in amber, foxnews.com, 27 August 2012.
6: American Museum of Natural History, Oldest occurrence of arthropods preserved in amber: Fly, mite specimens are 100 million years older than previous amber inclusions, ScienceDaily, sciencedaily.com, 27 August 2012.
7: Bell, P., Evolutionary Stasis: Double-Speak and Propaganda, Creation 28(2):38–40, 2006.
8: 230 million year-old bugs found in amber, news.com.au, 28 August 2012. .

دا هم ولولئ