اذان انلاین AzaanOnline.com

حلاله روزي ګټل عبادت دی

محمودالحسن مولانا
کار او زیار د انسان په فطرت کې نغښتي صفات دي. هر سړی لګیا دی، کار کوي او د روزۍ لپاره یې یوه چاره راوانه کړې، مګر کله چې کار او کسب د اسلام په چوکاټ کې له اسلامي اصولو سره سم وشي، نو په عبادت اوړي بیا نو کسب او کار عينا عبادت شي. همداسې د حدیث شریف مفهوم دی «حلال رزق ګټل او حاصلول عبادت دی».
حلال رزق ګټل ځکه عبادت دی، چې په سخته لاس ته راځي، امور مشتبه ورسره خلط دي، څوک یې تمييز نه شي کولی یا ورته حرام نه ښکاري. د روزۍ د ګټلو وسیله چې اخېستل او خرڅول دي په اړه یې ما د یو عالم له خولې واورېدل چې امام ابو یوسف رحمه الله تعالی ته چا وویل: چې ټول تحقیق او لېکل مو په اخېستلو او خرڅولو دي، هېڅ مو د تقوی او پرهېزګارۍ په اړه نه څه ولېکل او نه مو کوم تحقیق وکړ! هغه رحمه الله ځواب ورکړ، چې د چا اخېستل او خرڅول سم نه وي، حرامو کې واقع وي، تقوی یې هېڅ فایده نه لري. کله چې چا ځان له حرامو وساته، تقوی په کې خپله راځي.
همدا راز اسلام اجازه نه ورکوي چې یو څوک سوال وکړي او روزي لاس ته راوړي، بلکې کار به کوي او حلاله روزي به ګټي. ښه مثال یې د هغه صحابي واقعه ده، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سوال کوي او څه ترې غواړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم کولی شو، چې له بیت الماله څه ورکړي، خو نه یې ورکوي، بلکې د کار کولو او روزۍ ګټلو زمینه ورته مساعدوي، چل ورښیي او کار ته یې هڅوي.
همدا راز که یو څوک حلال رزق ګټي، تجارت کوي او په تجارت کې امین وي، له حرامو ځان ساتي او د رب جل جلاله حقوق په کې اداء کوي، د نبي علیه السلام د قول مطابق به یې حشر له انبیاء علیهم السلام او شهداو سره وي، له حدیث شریف داسې فهمېږي، کله چې یو څوک له اسلامي اصولو سره سم تجارت وکړي، نو درجه یې له عامو عابدانو پورته کېږي او هغې مرتبې رسي، چې ډېر کم خلک هغې ځای ته رسېدی شي..

دا هم ولولئ