اذان انلاین AzaanOnline.com

ترکيه: پخوانۍ الوتکې نه زده کوونکو ته ټولګی جوړ شوی+ انځورونه

د ترکيې په ازمير ولايت کې يوه ښوونځي پخوانۍ ملکي الوتکه د ښوونځي پر ټولګي بدله کړې ده. په دې ټولګي کې هغه تکړه زده کوونکي درسونه وايي، چې د الوتکې د چلونې خونه کې د ايښودل شوي يوه ځانګړي تکنالوژيک پروګرام له لارې د ريښتونې الوتکې د چلولو هيله لري.
د ترکيې اناضول خبري اژانس څرګنده کړې، چې ښوونځي د دې الوتکي دننه برخې داسې جوړې کړې، چې د زده‌کړيالانو او ښوونکو له غوښتنو سره سمې دي.
ښوونځي دې ټولګي کې ۲۰ کمپيوټره ايښي، چې زده کوونکي په کې د پروګرامونو او انګليسي ژبې زده‌کړې کوي. دې ټولګي کې د بېلابېلو کتابونو يو کتابتون هم شته.
د ښوونځي د الوتکې فکره هم يوه زده‌کوونکي وړاندې کړې ده او د ښوونځي په باغچه کې يې د هغې د ايښودو غوښتنه کړې ده.
زده کوونکي وخت ناوخت د خيالي الوت پروګرام کاروي او د ازمير په هوا کې الوزي او بېرته د ښوونځي ساحې ته را ستنېږي.

دا هم ولولئ