اويغوري مسلمانان..څوک يې پوښتنه وکړي؟

بي بي سي په خپل تازه راپور کې ويلي چې چين د اويغوري مسلمانانو لپاره جوړ شوی زندان، د تعليمي مرکز په نوم اعلان کړی. په دې وروستيو کې نړۍوالو رسنيو د اويغوري مسلمانانو په هکله مسلسلې خپرونې وکړې. دا خپرونې که څه د مسلمانانو په ننګه نه دي، بلکې د چين د راګېرولو وسيله ده، خو تر هر څه مخکې په چين کې د دې مسلمان قوم حالت روښانولای شي.
چين له تېرو دوو کلونو راهيسې پر اويغوري مسلمانانو کړۍ سخته ورتنګه کړې. جای نماز، قرآن کريم، ديني کتابونه او ان اسلامي نومونه ايښوول هم تحريم شوي. چين د اويغوري مسلمانانو د تعقيبولو لپاره دوی ته په مبايلونو کې داسې اپليکشن راويستی، چې اوتومات به نږدې پوليسي مرکز ته د انټرنټ مسلمان کاروونکي راپور ورکوي.
دوی که په مبايلونو کې اسلامي پاڼې وګوري اپليکيشن سمدستي، پوليسو ته وايي چې دا فعال اسلامي پاڼې ګوري. اويغوري مسلمانان خو له دې وروسته اسلامي نومونه نه شي ايښوولی چې زاړه نومونه به هم بدلوی.
په همدې لړ کې چين د “آيي” په نوم د نهر هم نوم هم بدل کړ چې د نوم ريښه اسلامي وه. چين ویل چې موږ د هغه قانون پر اساس چې پرديو اصطلاحاتو پر ځای به خپل اصطلاحات وضع کوو، دا نوم مو هم بدل کړ. ځکه چې ريښه يې ام المومنين عايشه رضی الله عنها ته رسي.
بي بي سي په خپل يوه راپور کې ويلي ول چې د اويغوريانو پوښتنه به څوک کوي؟ غرب چې د چين لپاره بهانې ګوري، دا دی يو مجبوريت يې د مسلمانانو پوښتنې ته اړ کوي. که نه د برما، فلسطين، کشمير او افغانستان د مسلمانانو پوښتنه چا وکړه؟

تبصره وکړئ

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com
Close